له اوربند وروسته زرګونه فلسطنیان خپلو ورانو کورونو ته روان دي

زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان د جمعې په ورځ (د میزان ۱۸مه) وروسته له هغه د خپلو ویجاړو شویو کورونو په لور وخوځېدل، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند ټینګ شو او د غزې له ځینو سیمو د اسرائیلي ځواکونو شاتګ پیل شو.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د غزې د بې ځایه شویو خلکو اوږده کتارونه د دوړو او کنډوالو له منځه د دې تړانګې شمال ته او د غزې ښار پر لور روان دي — هغه ښار چې څو ورځې وړاندې د اسرائیل له لوري یو تر ټولو لوی برید وشو.

اسماعیل زیده، چې ۴۰ کلن دی او د غزې ښار د «شیخ رضوان» په سیمه کې اوسي، وویل:

«الحمدلله، کور مې لا هم ولاړ دی، خو ټوله سیمه ورانه شوې ده. د ګاونډیانو کورونه نړېدلي، کوڅې له منځه تللې او ټوله مېنه په کنډوالو بدله شوې ده.»

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د اوربند هوکړه د پرونۍ جمعې له غرمې څخه ناقذ شوی دی.

تمه کېږي چې حماس به د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې شل (۲۰) ژوندي اسرائیلي یرغمل خوشې کړي، او له دې وروسته به اسرائیل ۲۵۰ هغه فلسطینیان آزاد کړي چې د اوږدمهاله بند سزاګانې پرې لګېدلې وې، او همدارنګه ۱۷۰۰ نور کسان چې د غزې د جګړې پر مهال نیول شوي وو، له بنده پرېږدي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، وویل چې د اسرائیلو پوځ د غزې له سیمې د شاتګ لومړنی پړاو بشپړ کړی او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې ده.

د تړون له پلي کېدو وروسته به د خوړو او درملو مرستې وړونکي لارۍ غزې ته ننوځي څو هغو ملکي خلکو ته مرسته ورکړي چې سلګونه زره تنه یې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د کورونو تر ویجاړېدو وروسته په خېمو کې اوسیږي او ښارونه یې په بشپړه توګه کنډواله شوي دي.

غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د سولې د پلان لومړی پړاو د اسرائیلي ځواکونو له ځینو مهمو ښاري سیمو څخه د وتلو غوښتنه کوي، که څه هم دا ځواکونه به لا هم د دې محاصرې شوې سیمې نژدې نیمه برخه تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې اسرائیلي ځواکونه به په غزه کې پاتې شي څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا سیمه بې‌ وسلې کېږي او د حماس نظامي توان په راتلونکو پړاوونو کې له منځه ځي.

هغه زیاته کړه:

«که دا هدف په اسانه ترلاسه شي، ښه ده؛ که نه، نو له سختې لارې به ترلاسه شي.»

د اسرائیلي پوځ ویاند، افي دفرین، د غزې له اوسېدونکو وغوښتل چې د اسرائیلي پوځ تر کنټرول لاندې سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

هغه د جمعې په ورځ وویل:

«تړون ته وفادار پاتې شئ، څو خپل امنیت مو خوندي وي.»