پر افغانستان د «پاکستان هوايي حملې» او په دې اړه د بېلابېلو اړخونو غبرګونونه

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په کابل او پکتیکا د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه غندلي او ویلي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايی حریم نقض کړ. 
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې حملو هدف د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر مهم مشران وو.

دغه وزارت جمعه د اکتوبر په لسمه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي « یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»

په بیان کې وړاندې راغلي مونږ له خپل هیواد نه دفاع خپل مشروع حق ګڼو او تر دې ورسته که وضعیت څومره هم کړکیچن کېږي پایلې به یې پاکستان ته متوجه وي.

د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت او ذبیح الله مجاهد په د دغو بریدونو په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت دې څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی او نه یې د دې بریدونو په اړه څه ویلي دي.

دا بریدونه تیره شپه د اکتوبر په نهمه د شپې ناوخته شوي دي.

یو شمیر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا هوايي بریدونه د دې هیواد د هوايي ځواک له خوا د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یو شمیر مهمو مشرانو د وژلو په هدف شوي دي.

د پاکستان یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې " پاکستان ابزرور" تیره ورځ د اکتوبر په نهمه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په دې هوایي برید کې چې د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په وسیله شوی، د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود او دوه نور ملګري یې چې دوی قاري سیف الله محسود او خالد محسود یاد کړي په نښه شوي دي.

خو د راپور په ټکو سرچینو یې وژل کیدل نه دي تایید کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا یو غږیز پیغام، چې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود ته منسوب شوی، لاس په لاس کېږي چې پکې نوموړی وایي چې د پاکستان په قبایلي سیمه کې دی او روغ رمټ دی.

خو ازادي راډیو په خپلواک ډول د دې غږیز پیغام صحت نه شي تأییدولای.

په کابل او پکتیکا د تیرې شپې هوايي بریدونو یو شمیر غبرګونونه راپارولي او خلک یې هم ویرولي دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د اکتوبر په لسمه په خپله ایکس پاڼه د دې بریدونو د غندولو سربیره لیکلي چې "دا ډول ناقانونه کړنې د هر ډول پلمې لاندې د منلو وړ نه دي، د سیمې سوله او ثبات کمزوري کوي او د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون له بنسټيزو اصولو سره په ټکر کې دي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په همدې ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه له نړیوالو قوانینو او ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده او د افغانستان پر خاوره یې د یرغل په توګه غندي.

مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د تیر جمهوري نظام یو شمیر نورو پخوانیو چارواکو او دغه شان د بشري حقونو د فعالانو ټولنې هم دا بریدونه غندلي دي.

د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسود (کيڼ اړخ ته) د دې ډلې له يو بل مشر سره په نامعلوم ځای کې.

د کابل ښار د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي وايي د بریدونو غږ ډیر زورور و او خلک یې ویرولي دي.

د کابل د کارته چهار سیمې یوه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، د لومړي برید غږ یې د شپې شاوخوا لس بجې اوریدلی.

هغه زیاته کړه: "پرون له شپږ نیمو، اوو بجو نه وروسته د الوتکو غږونه ډیر زیات و، موږ فکر وکړ چې مسافر وړونکې الوتکې به وي خو کله چې لومړۍ چاودنه وشوه، دومره زوروره وه چې د کوټې کړکۍ یې ولړزولې، یو دقیقه دوه دقیقې وروسته یې دوهمه چاودنه وشوه او په دې وخت کې د الوتکو غږونه بیخي زیات شول، او تر نیم ساعت یا پنځه څلویښت دقیقو پورې دا غږونه اوریدل کیدل، خلک ډیر ویریدلي و او هیڅ څوک له کورونو نه راوتل."

د رویټرز او یوشمېر نورو لویدیځو اژانسونو د راپورونو له مخې یو برید د د کابل په عبدالحق څلور لارې او بل یو یې په شهرنو سیمه کې شوی دی.

یو شمیر تایید شوي راپورونه ښيي چې تیره شپه د اکتوبر په نهمه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار کې هم پاکستاني الوتکو هوايي بریدونه کړي دي.

له دې ولایت څخه یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د دې بریدونو په پايله کې خلکو ته زیات مالي زیان اوښتی: "په پکتیکا کې چې کوم برید شوی هغه په برمل ولسوالۍ کې شوی چې تقریبا لس دوکانونه یې ویجاړ کړي او لسګونه نور دوکانونه او کورونه هم په جزوي ډول وران شوي دي، د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته چې انساني مرګ ژوبله لري او که نه خو مالي زیانونه یې بیخي زیات دي."

د یادونې ده چې پاکستان تر دې مخکې ځو ځله پر خوست، پکتیا، پکتیکا ننکرهار او کونړ کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې د راپورونو له مخې پکې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دوی تل ادعا کړې چې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه یې هدف ګرځولي.

هغه ادعا چې طالبانو مخکې رد کړې او په وار وار یې ویلي، چې په دغه هیواد ترهکره ډلې نشته.

د یادونې ده، د تېرې شپې چاودنې داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه څو ورځني سفر هند ته تللی دی، هغه هیواد چې پاکستان ورسره ښې اړیکې نه لري.