د اسراییل کابینې د غزې د اوربند تړون تصویب کړ.
د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو دفتر نن سهار تایید کړه چې د هغه حکومت د حماس لخوا "د یرغمل شویو د خوشې کولو تړون چوکاټ" تصویب کړی دی.
اسراییلو مخکې ویلي وو چې ټولو خواوو د منځني ختیځ د سولې پلان لومړی پړاو لاسلیک کړی او "د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول به په غزه کې دوه کلنه جګړه پای ته ورسوي."
د منځني ختیځ د سولې پلان، چې تیره میاشت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوی و، ۲۰ مادې لري.
د مصر په ګډون یو شمیر هیوادونو منځګړیتوب وکړ ترڅو حماس او اسراییل پر دې پلان سره موافق شي.
په پای کې، پرون، د پلان لومړی پړاو، چې د غزې اوربند یې یوه برخه ده، د ټولو خواوو لخوا په قاهره کې لاسلیک شو.
بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د منځني ختیځ سفر پیلوي.
تمه کیږي چې غزې ته سفر به د ولسمشر ټرمپ د سفر یوه برخه وي.
د اسراییلو د حکومت لخوا د غزې د اوربند پلان تصویب پدې معنی دی چې اسراییل به سمدلاسه په غزه کې خپل بریدونه ودروي او حماس به ټول هغه یرغمل شوي کسان خوشې کړي چې دوی نیولي دي.
حماس، چې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل کیږي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې په بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت د احصایو له مخې، اسراییل بیا په غزه باندې د بریدونو له پيله تراوسه له ۶۷۰۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي.
بل لورته پرون پنجشنبه د حماس یوه لوړپوړي غړي خلیل الحیه وویل، دوی د غزې جګړه پای ته رسولې اعلانوي او په وینا یې دوی له منځګړو او متحده ایالتونو تضمینونه ترلاسه کړي دي.