د کابل په زړه کې چاودنې، راپورونه وایي هدف یې د ټي.ټي.پي مشران وو

د پاکستاني طالبانو مشر نورولي مېحسود د ټي ټي پي له یوه بل غړي سره ارشیف

د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.

رویټرز او یوشمېر نورو لویدیځو اژانسونو د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې تېر ماخوستن په ځایي وخت لس بجې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې یوه چاودنه د عبدالحق څلور لارې په سیمه او بله هغه شهرنو کې شوې چې تراوسه یې د لامل او څرنګوالي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

بل لورته یوشمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې دا د پاکستان هوایي برید و چې هدف یې کابل کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان یو شمېر مهم مشران وو.

له دې ډلې د پاکستان یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې " پاکستان ابزرور" د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پر کابل د پاکستان هوایي برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي مېحسود موټر په نښه شوی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې سرچینو ورته د مېحسود د ټپي کېدو خبره کړې، خو په وینا یې سملاسي یې وژل نه دي تایید شوي.

وړاندې راغلي، برید کې د نور ولي دوه نور ملګري چې دوی قاري سیف الله مېحسود او خالد مېحسود یاد کړي هم په نښه شوي.
د پاکستان د حکومت او یا هم پوځ رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مېحسود ته منسوب غږیز پيغام ښکته پورته کیږي چې نوموړی په کې وایي، د پاکستان قبایلي سیمه کې دی او روغ رمټ دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لیکلي " پر پلازمېنه کابل د پاکستان بریدونه د نانندریو شدت ښيي او په وینا یې خطرناکه ګواښونه به ولري.

هغه ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه د حل لاره نه ده او په وینا یې یوازې دواړو هېوادونو کې د وژنو او ویجاړۍ لامل کیږي.

د تېرې شپې چاودنې داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه څو ورځني سفر هند ته تللی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې څو ځله پر خوست، پکتیا او پکتیکا ورته هوایي بریدونه کړي چې طالب چارواکو ورته سخت غبرګونونه ښودلي دي.