ټرمپ: اسراییل او حماس د غزې لپاره د ده د طرحې پر لومړي پړاو موافقه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په مصرکې د روانو خبرو په نتیجه کې اسراییل او حماس د ده د سولې د طرحې پر لومړي پړاو سلا کړې ده. ټرمپ په خپله ټولنیزه،» تروت سوشل« شبکه کې لیکلي، " زه په ویاړسره اعلانوم چې اسراییل او حماس دواړو زموږ د سولې د پلان لومړی پړاو لاسلیک کړی دی."

هغه زیاته کړې، " دا په دې مانا ده چې ټول یرغمل شوي کسان به ډیرژر خوشې شي، او اسراییل به خپل سرتیري د یوې پیاوړې، دوامداره او تلپاتې سولې پرلور د لومړي ګام په توګه هغه کرښې ته په شا کړي چې توافق پرې شوی."

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په یوه لیکلې بیان کې د حماس له لوري یرغمل شویو ته په اشاره ولیکل، "که خدای کول موږ به ټول بیرته کورته راستانه کړو. " نتنیاهو همدارنګه وایي چې دی به د پنجشنبې په ورځ خپله کابینه را وغواړي چې شوې موافقه تایید کړي.

حماس تایید کړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي، او ویلي یې دي چې په دې موافقه کې له غزې څخه د اسراییلو وتل او د یرغمل شویو او بندیانو تبادله شامله ده. خو دې ډلې په یوه بیان کې زیاته کړه چې له ټرمپ او تضمین کوونکو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل په بشپړ ډول اوربند پلی کوي.

له ټولو خواوو سره به عادلانه چلند وشي! دا د عربي او اسلامي نړۍ، اسراییل، ټولو شاوخوا هیوادونو او د امریکا متحده ایالاتو لپاره یوه لویه ورځ ده

ولسمشرټرمپ د چهارشنبې د ورځې په پیل کې ویلي وچې ښایي دی د روانې اونۍ په پای کې مصرته چیرې چې ځانګړي استازي یې په غزه کې د اوربند او یرغملو د خلاصون د یقیني کولو لپاره خبرې مخ ته وړي، ولاړشي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه،» تروت سوشل« شبکه کې همدارنګه لیکلي، "له ټولو خواوو سره به عادلانه چلند وشي! دا د عربي او اسلامي نړۍ، اسراییل، ټولو شاوخوا هیوادونو او د امریکا متحده ایالاتو لپاره یوه لویه ورځ ده، او موږ د قطر، مصر او ترکیې له منځګړو څخه مننه کوو، چې له موږ سره یې د دغې تاریخي او بې ساري پیښې د تحقق لپاره همکاري وکړه."

د مصرپه شرم الشیخ کې د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیمو خبرو کې دغه پرمختګ د دې خبرو په دریمه ورځ شوی. په دې خبرو کې چې د دوشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي، د امریکا، قطر او ترکیې لوړپوړو استازي ښکیل دي.

ولسمشرټرمپ په دې خبروکې د منځګړتیا لپاره خپل زوم او پخوانی سلاکارجرید کوشنر او ځانګړی استازی سټیو ویټکوف استولي او د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر ران دیرمیر چې بینیامین نتنیاهو ته نژدې او د هغه د اعتماد وړشخص بلل کیږي، د اسراییل له خوا په دې خبروکې استازیتوب کوي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې سره له دې چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې شوې دي، خو د توافق د عملي کیدو د مهالویش، له جګړې وروسته د غزې لپاره د ادارې د جوړیدو او د فلسطیني سخت دریځې ډلې حماس د برخلیک په څیرجزیات لا نه دي روښانه شوي دي.

دغه اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې پراسراییل د حماس له یرغل وروسته په غزه کې د اسراییل د ورانونکې جګړې دوه کاله پوره شول.

د غزې چارواکي وايي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس د برید په وړاندې د اسراییلو د پوځي غبرګون له پیل راهیسې په سیمه کې له ۶۷۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او د سیمې ډیره برخه ویجاړه شوې ده.

د اسراییلي چارواکو په وینا، د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ یې یرغمل کړي چې د پاتې ۴۸ یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه ۲۰ یې لا هم ژوندي دي.