د افغانستان او بنګله دیش کریکټ ټیمونه سبا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه سبا چهارشنبه د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت ماښام مهال پیلیږي.

د لوبلړۍ دویمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او دریمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبډلې بنګله دیش ته شل اوریزه لوبلړۍ صفر د درې په وړاندې بایلوده.

د کریکټ مینه والو په اسیا جام او بیا بنګله دیش سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د لوبېدو پر څرنګوالي پراخې نیوکې وکړې او وروسته د کریکټ ستوري او د شل اوریزو لوبو کپټان راشد خان ومنله چې لوبډلې یې ښه لوبه ونه کړه.