پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي

له اسراییله یوشمېر برمته شوي کسان، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.

هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.

لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.

دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.

سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه کاله پوره شول، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

د حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګره ډله بولي، له همدغه برید وروسته د غزې جګړه پېل شوه چې لسګونه زره کسان په کې ووژل او ټپيان شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوې ده.