نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۷مه غونډه جوړیږي، بحثونه یې د بندو دروازو ترشا دي

په کازان کې د مسکو فارمټ پخوانۍ غونډه

د روسیې پلازمېنه مسکو نن سه شنبه ( د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د ۷مې غونډې کوربه دی.

غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون ماښام غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته روان شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ویلي، دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانیزي او د بندو دروازو تر شا به دوام ولري.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر تړلو مسلو وي.