امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په ۷مه غونډه کې د ګډون په هدف نن ( د تلې ۱۴مه) مسکو ته روان شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی متقي د مسکو فارمټ د رسمي غړي په توګه غونډه کې ګډون کوي.

د متقي دغه سفر د روسیې په بلنه وروسته تر هغه ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښاغلي متقي د سفر بندیز د څو ورځو په مخه لرې کړ.

که څه هم امنیت شورا ویلي چې هند ته د سفر په موخه پر ښاغلي متقي بندیز لرې کوي، خو معلومه نه ده چې د مسکو سفر د همدې معافیت له مخې ترسره کیږي او که ورته بل معافیت صادر شوی دی.

غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

ټاکل شوې چې متقي له روسیې وروسته هند ته سفر وکړي.