د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان - هبیتات) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ښارونو کې د افغان راستنیدونکو کډوالو لویه کچه میشتیدل په عامه خدمتونو او ښاري زیربناوو باندې لوی فشار راوړي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په پنځمه، په خپله ایکس پاڼه کې په خپل تازه بیان کې لیکلي چې ډیری افغان راستنیدونکي هیواد ته له ننوتلو وروسته په ښاري سیمو کې میشتېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره وايي چې دا بهیر د ښاري ودې پر چټکتیا او "کمزوري خدماتو" د فشار لامل کېږي.
« یو ان - هبیتات» له خپلو ټولو شریکانو غوښتي چې په مهمو زیربناوو او اساسي خدمتونو برخه کې پانګونه وکړي ترڅو د افغانستان ښارونه په دوامداره توګه جوړ او وده وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د سپتمبر تر پایه پورې ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یادونې ده چې د کور، کارموندنې او روغتیا او تعلیمي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې هم د راستنیدونکو پر وړاندې لویې ننګونې ګڼل کیږي.
یو افغان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی او اوس د کابل په یوه سیمه کې ژوند کوي، نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
یوه میاشت کېږي چې له پاکستانه راستانه شوي یو، څو ځله ښار ته تللي یو، خو کار نه شو موندلی، موږ د خوړو له سخت کمښت سره مخ یو، د اوبو ستونزې لرو، زموږ ژوند ډېر ستونزمن دی، زموږ غوښتنه دا ده چې د (طالبانو)حکومت یا موسسو له لوري موږ سره مرسته وشي، د خوړو سربیره موږ ته د کار کولو زمینه هم برلبره کړي،ځکه موږ ډېرې ستونزې لرو.یو راستون شوی افغان کډوال
د ښاري چارو ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د راستنیدونکو د مخ په زیاتیدونکي ښاري نفوس د مدیریت او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړي پلانونه شتون ونه نیول شي، د کورونو کمښت، په عامه خدمتونو فشار او بې کاري به د لوی ناورین لامل وګرځي.
د ملي پراختیایي شرکت د ساختماني څانګې د پلان جوړونې او انجینرۍ پخوانۍ مشرې او د افغانستان د ښاري پلان جوړونې او انجینرۍ ټولنې غړې، خالده توکلي ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې ستونزو د کمولو لپاره په زیربناوو او اساسي خدمتونو برخه کې پانګونه اړینه ده.
“د زیربنايي سکتورونو لکه کور جوړونې، د څښاک اوبو، ناپاکو اوبو او سړک جوړولو کې پانګونه د ښارونو لپاره خورا مهمه، بنسټیزه او اړینه دي ترڅو دوامداره پاتې شي او راستنیدونکي وکړای شي ارام ژوند تجربه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) د تیر کال په ثور میاشت کې وویل چې افغانستان، پداسې حال کې چې نفوس یې په چټکۍ مخ په زیاتیدو دی، د لوړې کچې بې کارۍ، ښاري کیدو، د سرچینو کمښت او د خدماتو لپاره د تقاضا زیاتوالي سره مخ دی.
وړاندې ځینو کارپوهانو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت لخوا د ښاري کیدو د مدیریت لپاره د نړیوال ملاتړ او پلان پرته به، د افغانستان په ښاري سیمو کې د بې وزلۍ او ټولنیزې بې ثباتۍ د زیاتوالي خطر زیات شي.