د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې اسراییل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي ترڅو د حماس له خوا یرغمل کسان خوشې شي.
هغه له سي بي اس شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ "دا کار د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی."
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز له ان بي سي سره په خبرو کې هم وویل چې په غزه کې جګړه "لا پای ته نه ده رسیدلې."
هغه د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "لومړی ګام" وباله، په داسې حال کې چې په راتلونکو پړاونو کې څه پېښېږي جزییات به یې وروسته معلوم شي.
ښاغلي روبیو دا هم وویل چې حماس د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي پلان او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو چوکاټ سره "په مؤثره توګه" موافقه کړې، او د هغې د پلي کولو لپاره د ترتیباتو په اړه د پریکړې لپاره غونډې روانې دي.