ریچارډ بېنیټ پرون "د سولې او ولسواکۍ لپاره د بین الفغانی خبرو اترو ملي کنفرانس" په نوم یوې ناستې ته په انلاین وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو د میکانیزم په رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.
د دې ناستې نورو ګډون والو په افغانستان کې د تلپاتې سولې، پراخې ولسواکۍ، ملي یوالي، د بشري حقونو رعایت او د وګړو په یو شان مشارکت، دغه شان په مسئولانه بهرنیو سیاستونو ټینګار وکړو.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ویلي د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې او پرېکړو کې باید د دې هیواد ښځې، ځوانان او د بیلابیلو قومونو استازي هغه که د هیواد دننه وي که بهر، اغیزمن رول ولوبوي.
ریچارډ بېنیټ پرون "د سولې او ولسواکۍ لپاره د بین الفغانی خبرو اترو ملي کنفرانس" په نوم یوې ناستې ته په انلاین وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو د میکانیزم په رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.
نوموړي پرون شنبه د اکتوبر څلورمه "د سولې او ولسواکۍ لپاره د بین الافغانی خبرو اترو ملي کنفرانس" ته په انلاین وینا کې وویل چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو او پرېکړو کې باید د دې هیواد ښځې، ځوانان او د بیلابیلو قومونو استازي هغه که د هیواد دننه وي که بهر اغیزمن رول ولوبوي"ښځې، ځوانان، مدني فعالان او د افغانستان بیلابیل اقشار، هغه که په کور دننه دي او که اوس مهال جلا وطنه دي باید ټول د دې بحثونو برخه وي، دا اړینه ده چې بشري حقونو ټولو بحثونو او پرېکړو محور وي."
نوموړي په افغانستان کې د حساب ورکولو او مسولیت منلو لپاره د یو میکانیزم د رامنځته کولو په اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل معافیت هغه مهال رامنځته کیږي کله چې ناسم عملونه بې سزا پاتې شي، کوم چې په خبره یې د سرغړونو د تکرار اساس جوړوي او دا هغه پدیده ده چې افغانستان له لسیزو راهیسي ورسره مخ دی.
دغه کنفرانس شنبه د اکتوبر په څلورمه د جرمني په ډیټمولد ښار کې "د افغانستان د لوی ملي چتر" په کوربه توب جوړ شو او په کې د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو شوراګانو، او مدني بنسټونو استازو او یو شمېر افغان شخصیتونو په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی وو.
د دې ناستې د جوړونکو په وینا "د افغانستان لوی ملي چتر" یو خپلواک ایتلاف دی چې د افغانستان دننه او بهر د سیاسي، مدني او ټولنیزو ګوندونو او بنسټونو له لوري د سولې، ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د یو ګډ ملي دریځ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.
د دې ایتلاف د مشرتابه شورا یوه غړي نجیب الله رحماني دغه ناستې ته په وینا کې وویل:"د دې ناستې هدف د کوم ځانګړي سیاسي جریان لپاره تبلیغات نه دي بلکې د ټولو هغه حرکتونو لپاره د یو پلیټ فارم چمتو کول دي چې غواړي افغانستان له اوسني بحرانه ووځي او د سولې او ثبات په لور حرکت وکړي."
د مدني او ښځو د حقونو فعالې او د دې ناستې یوې ګډون والې ناظمه نوین مومند ازادي راډيو ته وویل، دغه ډول ناستې د افغان ښځو ا نجونو د غږ اورېدو لپاره ښه دریځ کیدای شي."دا ډول ناستې ښځو ته فرصت ورکوي چې راشي او خبرې وکړي، که څه هم له بده مرغه، په افغانستان کې، په اوسني وضعیت کې، د دوی لپاره دا نا ممکنه ده چې خپل غږ پورته کړي، مګر موږ، دلته چې په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوو او د خپلو خلکو له منځه راغلي یو غواړو د دغه ډول ناستو له لارې د دوی غږ او ستونزې تر نړۍ ورسو."
"د سولې او ولسواکۍ لپاره د بین الفغانی خبرو اترو ملي کنفرانس" په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې په دوامدارې سولې او ولسواکۍ ، ملي یوالي، د وګړو یو شان مشارکت، د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په ساتنې او په دې هیواد کې په متوازن بهرني سیاست ټینګار شوی دی.
د ناستې ګډون والو دغه رشان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د ملي او ولسي بهیرونو او جریانونو ملاتړ وکړي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له زمینې برابرولو ډډه وکړي.
دغه شان د یوې هر اړخیزې او ټول شموله سولې ملاتړی اووسي، او د بشري حقونو د بنسټیزو ارزښتونو د دفاع لپاره عملي اقدامات وکړي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ناستې په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې وړاندې یې ویلي چې په بهر کې د طالبانو د حکومت ضد ناستې او کنفرانسونه د دوی په چارو هیڅ اغیز نه لري.
طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع کړي او دغه ګوندونه یې د افغانانو ترمنځ په نفاق اچولو تورن کړي دي، خو دغه ادعاوې د افغان سیاسي ګوندونو له لوري رد شوي دي.