د طالبانو د حکومت ټول والیان او ولسوالان د دریو ورځو لپاره کندهار ته وربلل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دا والیان او ولسوالان د یوه درې ورځني سیمینار لپاره کندهار کې غونډ شوي.
د هغه په خبره په دغه سیمینار کې والیانو او ولسوالیو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو د ښه تطبیق او له خلکو سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کېږي او ویناوې ورته کېږي.
مجاهد نه دي ویلي چې دا والیان د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره ګوري که څنګه.
د طالبانو د حکومت ټول والیان داسې وخت کندهار ته ورغلي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر لږ تر لږه څلور ځله د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونې کړې وې.
تر څنګ یې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د لږ تر لږه دریو ورځو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه هم بند کړي وو.