په کونړ کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکې وایي له تېر نږدې یو کال راهیسې د طالبانو د حکومت له لوري له دندې لرې شوې او اوس په کور ناسته ده.
دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار پوهنتون له تعلیم او تربیې پوهنځي څخه د لیسانس په کچه فارغه او په یو ښوونځي کې یې د ښوونکې په توګه له درې کلونو راهیسې تدریس کاوه.
مخکې مې ۹۲۰۰ افغانۍ معاش وه، اوس چې بې دندې یم زښته زیاتې ستونزې لروله دندې لرې شوې یوه ښوونکې
خو د دې ښوونکې په خبره اوس بې برخلیکه ده"دوی تنقیصات راوستل نو هغه کې یې موږ بې دندو کړو، مخکې مې ۹۲۰۰ افغانۍ معاش وه، اوس چې بې دندې یم زښته زیاتې ستونزې لرو، ستونزې د ټولو زیاتې دي خصوصا ښځینه وو چې تعلیم یې پرې بند کړی، بل موږ باید ښځینه زده کوونکو ته درس ورکړی وی خو له شپږم ټولګیو پورته نجونې زده کړې نه شي کولای نو د زده کوونکو نشتون له امله یې هم بې دندو کړي یو، دا ډېر د تاسف ځای دی."
دا ښوونکې وایي چې اوس یې په کورنۍ کې یوازې خسر دنده لري او هغه هم ښوونکی دی چې د هغه په معاش هم د دوی اقتصادي ستونزې نه حلېږي.
بلخوا د کابل د دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې او د یو خصوصي ښوونځي یوې ښوونکې هم وویل چې مخکې یې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وه چې له هغه ځای ګوښه او اوس په یو خصوصي ښوونځي کې له شپږم ټولګیو ښکته زده کوونکو ته تدریس کوي.
خو دا وایي چې هلته هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ ده"ستونزې مو زښته زیاتې دي، خصوصا موږ ښځو ته چې ټولګي ته د راتګ لپاره یې ډېر قیودات ایښي، دولتي ښوونځيو کې یې اکثریتې (ښځینه) استادانې لرې او پر ځای یې نوی کسان ګمارل کېږي."
په ورته وخت کې یو شمیر نارینه ښوونکي هم وايي بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.
ډېری ښوونکي کرایي کورونو کې اوسېږي، هغه معاش چې د دولت لخوا راکول کېږي په هغه ضرورتونه نه حلېږيښوونکی
د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل"د ښوونکو معاش کم دی، هغه اړتیاوې چې د کورنۍ دي هغه پرې نه شي پوره کولای، ډېری ښوونکي کرایي کورونو کې اوسېږي، هغه معاش چې د دولت لخوا راکول کېږي په هغه ضرورتونه نه حلېږي، زه خپله ۷۲۰۰ افغانۍ معاش دی چې په دې مې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي."
د زده کړو د برخې کاروپوهان په ټولنه کې د ښوونکو مهمو رول ته په پام له دوی نه په ملاتړ په ځانګړي ډول د ښوونکو د اقتصادي ستونزو په هواري ټینګار کوي.
له دې ډلې د زده کړو د برخې فعال فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل"ښوونکي ډېره مهمه دنده ترسره کوي چې هغه د نوي نسل روزنه ده، همدا ښوونکي او ښوونځي او (پوهنتونونه) دي چې د هېواد د ترقۍ او سوکالۍ بنسټ ږدي،خو د افغانستان معلمین ډېرو سختو شرایطو کې دندې کوي، له یو خوا اقتصادي، ټولنیزې ستونزې، بلخوا محرومیتونه دي، په کار دا ده چې د دوی اقتصادي حالت ښه شي، معاشونه یې ښه شي، تر څو دوی وکړای شي په ارام ذهن او ټول توان د نوي نسل روزنې ته کار وکړي."
هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو ښوونکو د ستونزو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه نظر ولرو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د دفتر ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي تېر کال د میزان په ۱۳ مه یوې غونډې ته، ویلي وه که دوی ته اسانتیاوې او امکانات برابر شي، نو لومړۍ ډله به ښوونکي وي چې په معاشونو کې به يې زياتوالى راولي.
نوموړي هغه مهال په دغه هیواد کې د شته ښوونکو شمیر ۲۴۵۰۰۰ یاد کړی و.
نن د اکتوبر پنځمه د ښوونکو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ لومړی ځل د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر په پنځمه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو له خوا ونمانځل شوه.
د دې ورځ له نمانځنې هدف د ښوونکي لوړ مفام ته درناوی او د دوی له حقونو او کاري شرایطو ملاتړ دی.
خو د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان د ګڼو نورو مناسبتي ورځو تر څنګ د ښوونکو د ورځې نمانځل هم منع کړي دي.
د تېر لمریز کال په میزان میاشت کې هغه مکتوب چې یو کاپي یې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې وه او د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د سرپرست خالد حنفي په لاسلیک وو، په کې راغلي وو چې د ښوونکي د ورځې په شمول د هغو ورځو نمانځل چې د اسلام په دین کې کې د هغې ثبوت نه وي راغلی او د غیر مسلمو ایجاد وي، د داشان ورځو نمانځل د یاد وزارت لهخوا منع شوي دي.
د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې هغه مهال د دې مکتوب کره والی ازادي راډیو ته تایید کړی و.
په افغانستان کې مخکې دا ورځ له اوږدو کلونو راهیسې د جوزا په درېیمه نېټه نمانځل کېده، خو د تېر جمهوري نظام په ورستیو کلونو کې یې نماځل د میزان ۱۳مې نېټې ولېږدېدل شول.