د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي غواړي پولیسو ته د اوسنیو رنجر موټرو پر ځای نور موټر وسپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پيغام خپور کړی.
قانع ویلي د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې نوي موټر د افغانستان له جغرافیې سره سازګاره وي او لا اغېزمن تمام شي.
د راپورونو له مخې د افغانستان له پولیسو سره یو وخت لږ تر لږه شل زره رنجر موټرې وې چې سلګونه یې د پرزو د کمښت، ناسم ترمیم او ډېرو نورو عواملو په سبب کباړ شوي.
هر رنجر لږ تر لږه ۳۰ زره ډالره تمام شوی وو.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د راپور په اساس لږ تر لږه ۵۰ زره موټر د افغانستان اردو ته ورکړل شوې وې چې یواځې یې د ساتنې او ترمیم لپاره تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پيسې لګول شوي.