د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.
ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.
مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.