افغان لوبڅار احمدشاه پکتین وپېژنئ چې په شاوخوا سلو نړیوالو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده

احمدشاه پکتین په یوه لوبه کې د لوبڅارۍ په حال کې

هر ورزش د لوبغاړو او لوبې د کنترول لپاره یو څوک لري چې لوبڅار یې بولي. افغانستان په بېلابیلو ورزشونو کې داسې لوبڅاران لري، چې په نړیواله کچه ځلیدلي دي. له دې ډلې یو د کرکټ لوبڅار احمد شاه پکتین دی چې له لسیزو راهیسې په دې برخه کې فعالیت لري او تر اوسه یې د شاوخوا سلو نړیوالو لوبو لوبڅاري کړې.

د دې سلو مهمو لوبو له ډلې، ښاغلي پکتین اوس اوس په اسیايي جام کې د هند او پاکستان تر منځ د لانجمنې پای لوبې لوبڅار هم و.

له هغه سره مو خبرې د همدې جدي لوبې د لوبڅارۍ په اړه پیل کړې، چې د میزان په شپږمه په متحده عربي اماراتو کې وشوه، او هند په کې اتل شو.

احمدشاه پکتین د آسیايي جام په فاینل او یوشمېر نورو مهمو سیالیو لوبڅاري کړې ده.

ښاغلی پکتین وايي"د هند او پاکستان لوبه تل یو فشار لري. بیا په اسیايی جام کې لومړۍ لوبې نه وروسته چې دوی روغبړ سره ونه کړ هغه ماحول ډیر خراب شو، نو له دې وروسته لا ډیره سخته وه. خو الحمدالله ما چې د هند او پاکستان د لوبې لوبڅاري وکړله، په خیر ترسره شوه."

پکتین وايي، د ټولو لوبو د لوبڅاري شمیر یې سلګونو ته رسېږي چې کورنۍ لوبې هم په کې شاملې دي.

د هغه په وینا، تر اوسه په دې لوبو کې ورنه د لوبڅارۍ پر مهال داسې کومه لویه تیروتنه نه ده شوې چې له امله یې د لوبډلو یا لوبغاړو له نیوکې سره مخ شوی وي.

پکتین د لوبڅارۍ په برخه کې د لسیزو تجربه لري او وايي، چې کله په افغانستان کې د کرکټ لوبه پیل شوه، دې له همغه مهال ورسره ملګری و.

احمدشاه پکتین (منځوی) له نورو لوبڅارانو سره د پاکستان او هند د وروستۍ لوبې پرمهال

په دې اړه دی وايي"د لوبڅارۍ سفر کله چې کرکټ لوبه په افغانستان کې شروع شوه، نو له هغه وخت نه زه له کرکټ سره وم. له ۲۰۰۲ کال نه راپه دېخوا، بیا چې کله د افغانستان کرکټ بورد د کرکټ له آسیايي شورا ACC او د کرکټ له نړیوالې شورا ICC څخه افلیټ غړیتوب واخیست نو لومړی ځل چې په کابل کې د امپایرینګ لپاره کوم کورس دایر شو زه د هغه برخه وم."

نوموړی وايي ده د لوبڅارۍ د لومړۍ او دوهمې درجې پروګرامونه هم لوستي او له ۲۰۱۲ کال راهیسې د لوبڅار په توګه نړیوالو لوبو ته بلل کېږي.

ویاړم مې چې لوبغاړي، کرکټ پوهان او مینه وال مې له لوبڅارۍ څخه راضي دي.

احمد شاه پکتین په کرکټ کې د ښه لوبڅار لپاره څو موارد ډیر مهم ګڼي او وايي"د یوه ښه لوبڅار لپاره درې شیان ډیر ضرور دي. لومړی د هغه شخصیت، دوهم فیزیکی وړتیا، دریم د لوبې په اصولو او قواعدو باندې پوهېدل، ځکه کرکټ ډیره پیچلې لوبه ده او تقریباُ ۴۲ قانونه لري، او هر قانون یې بیا ډیرې مادې لري، ورسره کمونیکیشن ډیر مهم دی، نو دا شیان ډیر ضروري دي."

دی د ټولو لوبو، په ځانکړي ډول د تسټ لوبو لوبڅاري چې پنځه ورځنۍ ده، هغه هم د ګرمۍ موسم کې ګرانه بولي.

۴۷ کلن احمد شاه پکتین د پکتیکا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د ځینو ستونزو له امله یې په حربي پوهنتون کې زده کړې نیمګړې پاتې شوې چې بیا یې لوبڅارۍ ته مخه کړې ده.

پکتین وايي، وخت په وخت د افغانستان د کرکټ بورد له خوا د ښې کارکرده ګۍ له امله په مدالونو او ستاینلیکونو سره هم نماځل شوی دی، خو په خبره یې ده ته تر ټولو لوی ویاړ دا دی چې لوبډلې، لوبغاړي، کرکټ پوهان او هم مینوال یې له لوبڅارۍ څخه راضي دي.