په داسې حال کې چې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې سلګونه کورنۍ لا په بیلابیلو سیمو کې تر خیمو لاندې سخت ژوند کوي د اروپا پارلمان ویلي چې د زلزله ځپلو څخه د ملاتړ په اړه بحث کوي.
د اروپا پارلمان په یوه اعلامیه کې چې پرون د اکتوبر په ۳ مه یې خپره کړې ویلي چې د همدې میاشتې په اومه نېټه به د پارلمان غړي د کمیسیون او شورا په دې اړه بحثونه وکړي چې څنګه کولای شي په افغانستان له زلزله ځپلو او زیانمنو ښځو څخه ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په دې تړاو به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یو پریکړه لیک هم عمومي رایه اچونې ته وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان په ختیځ کې له وروستۍ زلزلې وروسته د نړیوالو مرستو لپاره د طالبانو د حکومت بیړنۍ غوښتنې ته په اشارې سره زیاته شوې چې د طالبانو سختو پالیسیو د نړیوالو مرستندویانو په ملاتړ کې د پام وړ کمښت هم راوستی او هغه بشري ننګونې یې زیاتې کړې دي چې دا هیواد ورسره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې وروستۍ زلزله پراخه ویجاړۍ رامنځته کړې او له امله له ۲۲ سوه ډېر کسان ووژل شول او نږدې ۴ زره نور ټپیان شول.
د رسمي راپورونو له مخې د دغه زلزلې له امله له زرو ډېرو کوورونه هم نړیدلي دي چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي او اوس مهال په خیمو کې ژوند کوي.
د زلزلې له امله یو شمېر زیانمن کسان وايي که څه هم په لومړیو کې ورته پام کېده خو د وخت په تېرېدو سره ورته پام کم شوی او په خبره یې دا چې د ژمي څپې پیل شوي په خیمو کې ژوند سختیږي.
دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه د دایمي سرپناوو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه زلزله ځپلې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
(په تېره زلزله کې زموږ کور په بشپړ ډول ونړېده، اوس دلته په خیمه کې ژوند کوو، خو دا چې ژمی رارسېدلی دی، ماشومان ناروغان دي، په خیمو کې ژوند سخت دی، باید موږ ته دایمي سرپناوې جوړي شي تر څو خپل ژوند په کې له سره شروع کړو.)
یو شمېر نورو زلزله ځپلو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته شکایتونه وکړل او وې ویل چې په سیمه کې د روغتونونو او ښوونځیو د نه موجودیت له امله سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي ماشومانو او میرمنو ته یې بیلابیلې ناروغۍ هم پیدا شوي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د څو بیلابیلو هیوادونو په همکارۍ د کونړ زیانمنو ته دایمي سرپناه جوړوي خو زلزله ځپلي وايي چې تراوسه په دې برخه کې هیڅ ډول عملي اقدام نه دی شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو مرسته رسونکو ادارو د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د پراخه بشري ناورین خبر ورکړی او ویلي یې وو که چې په ژمي کې دغه خلکو ته مرستي ونه رسیږي نو د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
د اروپا پارلمان په خبر پاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او قومي او مذهبي لږه کیو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه په وړاندې یې سخت دریزه سیاستونه د دې لامل شوي چې د څه باندې څلور کلونو په تېرو هم طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه نه کړي.
د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د طالبانو سخت دریځ لامل شوی چې په نړیواله کچه په ټوله کې له افغانانو سره د بشري مرستو بهیر زیانمن شي.
د ښځو د حقونو فعالې یاسمین نبي زاده ازادي راډيو ته وویل:
(د ښځو په کار او زده کړو بندیز او د طالبانو سخت محدودیتونه لامل شوي چې دغه ډله په رسمیت ونه پېژندل شي چې له امله یې له افغانانو سره د بشري مرستو بهیر سخت زیانمن شوی دی، په ځانګړي ډول د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته مرستې د طالبانو د سخت دریځ له امله ونه رسېدلې چې له امله یې ان په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.)
نوموړي له اروپايي پارلمان غواړي چې په دې برخه کې پر طالبانو فشارونه راوړي څو دغه ډله د ښځو د حقونو په ورکړې ته ژمن شي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اروپا پارلمان د وروستۍ اعلامیې په اړه د ازادي راډي، پوښتنې ځواب نه کړې خو له وړاندې یې په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د میرمنو حقونه د شریعت له مخې تامین شوي دي، داسې مهال چې په کور دننه یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول عصري زده کړو بندیز لګولی او ښځې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار راګرځولي دي.
که څه هم د طالبانو دغه سخت دریځ په نړیواله کچه په پراخه توګه غندل شوی خو طالبانو نه یوازې په دې برخه کې په خپل دریځ کې نرمښت نه دی راوستی بلکې لا خپل محدودیتونه سخت کړي دي.
همدا تېره اونۍ طالبانو لږ تر لږه د درې ورځو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنیتي او ټلیفوني خدمتونه بند کړي وو چې له امله یې ټول افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.
د اروپا پارلمان د انټرنیټ دغه لنډ مهالي بندیز ته په اشارې ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د خلکو په ژوند منفي اغیز پرېښود.