د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له ۹ تر شپاړسمې به د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي کوربه وي.
د دغه وزارت ویاند راندهیر جیسوال پرون په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بیان یاد کړ چې په اساس یې متقي ته د هند د دغه سفر معافیت ورکړل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو په لیسټ کې دي او کله کله یواځې د ملګرو ملتونو د دغه سفري بندیز په معافیت سره بهر تلی شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه چې هندي چارواکي له طالب چارواکو سره په تماس کې دي او هند له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه د بېلګې په توګه له زلزله ځپلو افغانانو سره د هند د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې په لومړي سر کې دوی بېړنۍ مرستې ورسولې او وروسته یې نورې محمولې هم د چابهار له لارې افغانستان ته واستولې.