د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره

دا وروسته له هغه چې حماس د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي:

"اسراییل باید سمدلاسه په غزه بمباري ودروي ترڅو موږ یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې کړو!"
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ


هغه زیاته کړې:"موږ واردمخه د جزییاتو په اړه بحث کوو چې سره کار پرې وشي. دا یواځې د غزې په اړه نه ده دا په منځني ختیځ کې سوله ده چې له ډېرې مودې یې لټه کېږي.

که څه هم حماس چې امریکا او اروپا یې ترهګره ډله بولي د ټرمپ د شل ماده ییز وړاندیز ځینې برخې د جمعې په ماښام ومنلې خو لا یې د وسلو د کېښودو په اړه څه نه دي ویلي.

د ټرمپ د سولې په تړون کې راغلي وو چې حماس باید ټول یرغمل خوشې کړي او وسلې په ځمکه پرېږدي.

تر څنګ یې باید واک تکنوکراټانو ته پرېږدي. په ځواب کې یې اسراییلي ځواکونه بریدونه دروي، ځواکونه به باسي او د غزې د ودانولو لپاره به هڅې کېږي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې که حماس تر یکشنبې ځواب ونه وايي بد عواقب به ولري.

له شمالي غزې د خلکو تېښته ځکه هلته اسراییلو عمیات پيل کړي

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره لیدلي او تر هغه وروسته یې د سولې طرحه وړاندې کړې وه.

تازه د اسراییلو حکومت د حماس د اعلان او د ټرمپ د غبرګون په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

اخوا بیا له غزې د رویټرز د راپور په اساس د حماس تر اعلان وروسته هم اسراییلي ځواکونو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړ.

په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.

له کله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه حماس وسله والو په اسراییلو برید وکړ او په یوه ورځ یې څه باندې ۱۲سوه کسان مړه او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل د اسراییلو پراخ بریدونه په غزه تړانګه پیل شوي.

تر دې دمه څه باندې ۶۶ زره کسان په غزه کې وژل شوي. لویه برخه یې ملکیان او ماشومان دي.

غزه کې یوه بې ځایه شوې نجلۍ

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون د اروپا ګڼو هېوادونو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

رویټرز لیکي په نړیواله کچه د اسراییلو لا منزوي کېدو ته په کتو د امریکا ولسمشر هڅې زیاتې کړې چې دا جګړه پای ته ورسوي.