د انټرنیټ له ۴۸ ساعته پرې کېدو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي

یو شمېر افغانان وایي په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنټ او مخابراتي اړیکو پرې کېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم لوړې شوې.

د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، د تېرې دوشنبې له ورځې راهیسې په دغه هېواد کې د انټرنت او مخابراتي اړیکو په درې ورځني بندښت سره د خوراکي او سونګ توکو بیې لوړې شوې وې چې ځینې یې لا هم نه دي ښکته شوي.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې یو اوسېدونکي حمید ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره چې نړۍ سره مکمل ارتباط قطع وه، د هر څه بیې ډېرې لوړې شوې وې، هېڅ څوک د بازار له بیو خبر نه و، هر چا چې څومره زړه وه توکي یې پلورل، مخکې ښه اوړه بورۍ ۱۴۳۰ افغانۍ وه، چې انترنت پرې و ، ۱۵۲۰ افغانۍ شوي وه، د وریجو یوه بورۍ مخکې ۲۲۵۰ افغانۍ وه خو وروسته ۲۴۰۰ افغانۍ شوې وې، یو من بوره، مخکې ۳۶۰ افغانۍ وه بیا ۴۲۰ افغانۍ شوې وه، هر څه کې همدومره لوړوالی راغلی و، اوس بېرته بیې ټیتې شوي، خو د یو کیلو ګازو بیه چې ۵۳ وه اوس ۶۰ ده، او تېل هم مخکې یو لیټر ۷۵ افغانۍ وو اوس ۷۷ افغانۍ دي."

د کابل ښار د شاه شهید سیمې اوسېدونکی مومن خان هم ورته خبره کوي:

"هغه مهال چې انټرنت قطع شوی و، موږ چې دلته دکاندارانو نه پوښتنې کولې، د هر څه بیې ډېرې لوړې شوې وې، وړه، غوړي، د سونګ توکي ډېر قیمته شوي وو، په هغه دویمه ورځ خو یې اوبلن ګاز چې مخکې کیلو په ۵۵ افغانیو وو ان ۷۰ افغانیو ته لوړ شوی وو، دا خلکو ته ډېر ستونزمن وو ځکه خلک ډېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دا ډول تغیرات خلک زښته زیات ځپي."

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډیو ته یې وویل چې وار له مخه د ډیری خلکو اقتصادي وضعیت بد دی، او په خبره یې ان د خوراکي او سونګ توکو د بیو یو ورځنی لوړوالی هم خلک سخت ځپي:

"دا چې د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنت او مخابرات بند و,، موږ ټولو افغانانو ته ډېر مالي زیانونه واوښتل، د خوراکي او سونګ توکو بیې په چټکۍ لوړې شوې، دلته (ننګرهار کې) مخکې چې بورۍ اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ وه ، وروسته ان ۱۶۰۰ افغانۍ شوه، ګاز چې کیلو ۵۰ افغانۍ و۶۰ ته ختلی و، پټرول مخکې لیټر ۶۲ افغانۍ وو خو وروسته ۷۰ افغانیو ته ختلې وو، ټولو خوراکي او غیر خوراکي توکو کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې لوړوالی راغلی و."

دا خلک غوښتنه کوي چې د هېواد اوسنیو اقتصادي حالاتو ته په کتو باید د دې ډول پرېکړو په اړه جدي غور وشي او په بازارونو کې دې د ټولو توکو نرخونه کنټرول کړل شي.

دوی زیاته وي چې په راتلونکي کې ورته اقدامات کولای شي یو ځل بیا بازارونه ګډوډ کړي او د افغانستان اقتصادي بې ثباتي لا پسې ژوره کړي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی او د افغانستان د کسب ګرو او دکاندارانو خونه په یاده موده کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي خبره ردوي، خو وایي چې د ګازو او تېلو په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

د افغانستان د کسب ګرو او دکاندارانو د کابل د سونګ توکو د ټولنې مشر امیر محمد کابلي ازادي راډیو ته وویل:

"د انټرنت بندېدو یوازې پر ګازو یو څه اغیز کړی چې مخکې یو کیلو ۵۵ افغانۍ وو خو اوس ۶۰ افغانۍ دی، خو د نورو بازار نورمال حالت کې دی، زموږ د سونګ توکو د بیو د لوړوالي یوه ستونزه چې ده هغه دا ده چې تر اوسه پورې له پکتیا او هغو لور ته نورو سیمو نه لرګي راخوشې کړل شوي نه دي او سوداګرو او خلکو د تېر کال سوند توکي ذخیره کړي او احتکار یې کړی، مارکېټ ته یې نه باسي چې د سوداګرو د احتکار له امله د همدې سونګ توکو بیې لوړېږي."

د طالبانو حکومت د سپټمبر په ۲۹ مې د درې ورځو لپاره نوري فایبر او ټول انټرنټي او مخابراتي خدمتونه بند کړي وو چې په دې سره په افغانستان کې بانکي سیسټمونه، د حوالو راکړه ورکړه، الوتنې او د ټولو دفترونو ادارو چارې چې له ګډوډیو سره مخ شوې وې.

د ملکرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په شپه ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل د طالبانو د حکومت له خوا له هېڅ ډول وضاحت پرته په افغانستان کې د څه باندې ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنت او مخابراتي اړیکو د بندېدو اقدام د ګڼو نورو ننګونو سربېره د افغانستان اقتصادي ثبات له خطر سره مخ کړ.