د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم؛ فیفا وايي یو تاریخي ګام یې پورته کړی

د افغان کډوالو نجونو ټیم

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم غوره کړی دی.
تمه ده دا ۲۳ کسیزه لوبډله د روانې اکتوبر له ۲۳ تر ۲۹مې په متحده عربي اماراتو کې د فیفا د ښځو د یووالي په یوه ټورنمټ کې برخه واخلي. هلته به افغان نجونې له چاد، لیبیا او کوربه متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

فیفا پرون په خپله فیسبوک پاڼه د دغو نجونو د تمرینونو یوه ویډیو هم خپره کړې او د ټیم تشکیل یې یو تاریخي ګام بللی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د بیان په اساس د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم وروسته تر هغه تشکیل شو چې فیفا د دوی د مالي او عملیاتي چارو لپاره بودیجه تصویب کړه.

وروسته تر هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان واکمن شول د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي ټيم ګڼې غړې بهرنیو هېوادونو په تېره انګلستان او اسټرالیا ته کډوالې شوې او له لومړي سره یې هڅه کوله چې فیفا ورته د کډوالو نوی ټیم جوړ او ملاتړ ترې وکړي.