د رزمي لوبو بې ماتې افغان لوبغاړی فرید بشارت د یو اف سي په ۳۲۰ دوره کې لوبیږي

افغان رزمي لوبغاړی - فرید بشارت

د افغانستان د رزمي لوبو بې ماتې لوبغاړی فرید بشارت یکشنبه سهار وختي د یو اف سي په ۳۲۰مه دوره کې لوبه کوي.

بشارت چې د نړۍ د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي په حرفه يي سیالیو کې ۱۳ بریاوې لري او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې.

تمه ده دی د کریس ګویتیرز په وړاندې د سیالي ډګر ته لاړ شي چې ۲۲ لوبې یې ګټلي او ۶ یې بایللي دي.

فرید بشارت له خپل ورور جاوید بشارت سره چې هغه هم یو اف سي کې لوبیږي د دې اوسنۍ سیالي لپاره څو اوونۍ کلک تمرینونه کړي.

د بشارت او کریس لوبه د لاس ویګاس اړوند ټي مبایل سټډیوم کې ترسره کېږي.

د یو اف سي په دې دوره کې د شپې دوه اصلي لوبې د روسي – داغستاني لوبغاړي مګومیدوف انکلاییف او برازیلي الیکس پریرا تر منځ د نیمه درانه وزن په اتلولۍ کېږي.

همدارنګه په دویمه مهمه لوبه کې بیا ګرجستانی میراب دالیشویلي له خپل اتلولۍ کمربنده د کارني سندیګن په وړاندې دفاع کوي.