په پېښور کې پرون پنجشنبه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي.
د پېښور پوليسو په یوه بیان کې ویلي، دا د سړک غاړې خښ شوي ماین چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس او ۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر و چې په سيمه کې یی ګزمه کوله.
نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی.
دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي.
تر دې دمه چا د چاودنې مسولیت نه دی منلی.
په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د بمي چاودنو پېښې رامنځته شوي دي.