د جرمني د حکومت ویاند سټیفان کورنیلیوس وایي، دوی د طالبانو دوه قونسلي استازي د دې لپاره منلي چې په جرمونو د محکومو شویو افغانانو د اخراج بهیر کې ورسره همغږي وکړي.
نوموړي پرون پنجشنبه رویټرز ته دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې په بن کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ ډيپلوماتانو د تیرې دوشنبې په ورځ د طالب استازي د معرفي کېدو په غبرګون کې ډله ییزه استعفا وکړه.
د طالبانو دوه قونسلي استازو ته د جرمني حکومت په تیره جولای میاشت کې اعتبارلیکونه ورکړل چې د پلان له مخې یو به یې په برلین کې د افغانستان په سفارت او بل یې د بن په قونسلګرۍ کې دنده اجرا کوي.
جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په جرمونو د محکومو افغان کډوالو اخراج له سره پېل کړ او دوه ځله یې دغه کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.
رویټرز وایي، شاوخوا څلور نیم لکه افغانان دا مهال په جرمني کې اوسیږي.