د افغانستان او بنګله دېش لوبلړۍ پیلیږي

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه، (د اکتوبر په ۲مه نېټه) لوبلړۍ پیلېږي.

په دې سیالیو کې درې شل آووره او درې پنځوس آووره لوبې پلان شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مهالویش له مخې، لومړۍ شل آووره لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت د اوو بجو په شاوخوا کې ترسره کېږي.

دوهمه او درېیمه شل آووره لوبې به د جمعې او یکشنبې په ورځو ترسره شي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ پنځوس آووره لوبې د اکتوبر په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ په وینا، د افغانستان د ملي ټیم غړي به له بنګله‌دېش سره د لوبو تر بشپړېدو وروسته زیمبابوې ته سفر وکړي، څو هلته ټیسټ او شل آووره لوبې ترسره کړي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ ټیسټلوبه د اکتوبر په ۲۰مه او د شل آووره لوبې د اکتوبر په ۲۹مه پیلېږي.