یو شمیر افغان ژباړونکي وايي، په افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو د نورو برخو تر څنګ ژباړه او په دې برخه کې د چاپېدونکو کتابونو بهیر هم اغیزمن کړی دی.
دا ژباړونکي وايي، دا برخه هم د طالبانو له محدودیتونو خوندي نه ده پاتې.
له دې ډلې کیسه لیکوال او ژباړونکي محب زغم ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت دې کار د ژباړې په برخه کې فعالیتونه اغیزمن کړي دي.
ښاغلي زغم زیاته کړه:
«ما چې د محمد محق (دیني عالم او څیړونکي) ځینې کتابونه ژباړلي، دوی (طالبانو) زما په هغو ټولو کتابونو بندیز لګولی دی، دغه شان د «غوباړي» په نوم مې چې کوم ناول ژباړلی و، په هغه یې د دې لپاره بندیې لګولی چې دوی ویل مقدمه یې زموږ په خوښه برابره نه ده، بیا یې کتاب پلورونکو ته ویلي وه چې د دې کتاب سریزه به څېرې کوئ او خپله ناول که خرڅوئ، پروا نه کوي.»
کابل کې یو کتاب پلورونکی
لیکوال او ژباړونکی میر احمد یاد هم چې له تېرو ۱۳ کالونو راهیسې په لسګونه کتابونه له انګرېزۍ، اردو او فارسي ژبو نه پښتو ته ژباړلي ورته نظر لري:
«اوسني وضعیت کې لا هم ژباړه روانه ده، اوس هم کتابونه ژباړل کېږي او چاپېږي،خو د پخوا په شان ډېر نه چاپېږي، ځکه ډېر شمېر لوستي افغانان د تېر په شان اوس هېواد کې نشته او دننه افغانستان کې لوستونکي کم شوي، یو لامل یې دا دی، بل دا چې د نوي رژیم (طالبانو) په راتګ ځینې محدودیتونه لګېدلي دي، ځکه دوی ی یوې ځل ګوري بیا اجازه ورکوي نو ممکن د تېر په شان ژباړه ډېره نه وي.»افغان ژباړن او لیکوال میر احمد یاد
د طالبانو حکومت له تېرو نږدې اتو میاشتو راهیسې په ټول افغانستان کې د دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د کتابونو د څار په برخه کې د یوې کمیټې په جوړولو پر ګڼو هغو کتابونو بندیزونه لګولي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې چاپ او خپاره شوي دي.
دا منع شوي کتابونه مختلف دیني، سیاسي، ساینسي، تدریسي، کلتوري، ټولنیز او ان شعري ټولګي دي چې تر دې وړاندې ځینو سرچینو یې ازادي راډیو سره د نږدې ۴۲۰ عنوانونو لېستونه شریک کړي وو .
هڅه مو وکړه په دې اړه چې دا بندیز ولې لګول شوی د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې خبیب غفران د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو مخکې دغه وزارت ادعا کړې وه ، چې دا کتابونه اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې دي ، هغه ادعا چې د دغو کتابونو یو شمیر لیکوالو او ژباړونکو رد کړې وه.
نن د سپتمبر دیرشمه د ژباړلې نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت پر خپله وېب پاڼه لیکلي چې د ژباړې نړیواله ورځ د ژبې د متخصصینو د کار د درناوي لپاره د یو فرصت په توګه نمانځل کېږي چې د ملتونو د یوځای کولو، خبرو اترو، تفاهم او همکارۍ د اسانتیا، د پراختیا او د نړۍ د سولې او امنیت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
خو دغه سازمان ټینګار کړی چې له یوې ژبې بلې ژبې ته د یو ادبي یا علمي اثر د لېږد ترڅنګ، د تخنیکي کار په ګډون مسلکي ژباړه، د ژباړې سم تفسیر او د اصطلاحاتو وضاحت په نړیوالو عمومي خبرو اترو کې د افرادو د مثبت او ګټورو اړیکو د ساتلو سبب ګرځي.
دا هغه څه دي چې د ژباړې په برخه کې ځینې افغان متخصصین هم پرې ټینګار کوي.
لیکوال، ژباړونکي او د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم ازادي راډیو سره خبرو کې د بشري ټولنو تر منځ د ژباړې اهمیت داسې بیان کړ:
«ژباړې د یو کلتور بل کلتور سره د نښلولو، د یو تمدن له بل تمدن سره د وصل او د پخوانیو تاریخوانو د راانتقالولو لپاره مهمه او اساسي وسیله ده، چې دا په خپل ذات کې د بشري ټولنو د جوړښت، پراختیا د دې ټولنو د اړیکو د برابرولو لپاره رول لوبوي، ژباړې مهمې دي خو باید مسلکي وشي.»
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو مخکې په ورستیو دوو لسیزو کې د نورو برخو تر څنګ د ژباړې په برخه کې هم ګڼ پرمختګونه راغلي وو، او په مختلفو برخو کې له بېلابیلو بهرنیو ژبو په سلګونه کتابونه د افغانستان رسمي او نور بیلابیلو ژبو ته ژباړل شوي او چاپ شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ د سپتمبر ۳۰ مه د ژباړلې نړیواله ورځ په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د ژباړونکو د نړیوال فدراسیون له خوا د ژباړې د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.
خو ملګرو ملتونو بیا د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۴مه تصویب کړه.