په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ ډيپلوماتانو ډله ییزه استعفا اعلان کړې

په بن کې د افغانستان جنرال کونسلګري

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ ډيپلوماتانو نن دوشنبه ( د تلې ۷مه) ډله ییزه استعفا اعلان کړې ده.

د دغې کونسلګرۍ سرپرست حامد ننګیالي کبیري ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغې استعفا لامل د دوی اډانې ته د کوربه هېواد له خوا د طالبانو د یوه ډيپلومات ور معرفي کول دي.

کبیري زیاته کړه چې له دې اعلان سره سم یې د کونسلګرۍ منقوله او غیر منقوله شتمني، وسایل او تجهیزات د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دي.

د پخواني جمهوري نظام دغه ډيپلوماتان وایي، د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه لري، نو ځکه دوی ته یې په کونسلګرۍ کې د ډيپلومات مقررېدل هم د منلو نه دي.

طالبانو څه باندې دوه میاشتې وړاندې برلین ته دوه کونسلي ماموران د کوربه هېواد په خوښه ولېږل چې یو هغه یې په برلین کې په سفارت او بل هغه یې د بن په کونسلګرۍ کې کارکولو ته معرفي شوي دي.

د بن کونسلګرۍ د اروپا، استرالیا او کاناډا افغانانو ته کونسلي او تخنیکي مرستې برابرولې.