د جرمني د کورنیوچارو وزیر وايي، له دې هېواده په جرمونو کې د ښکېلو افغان وګړو د ایستلو لپاره یو منظم اقدام غواړي.
الکساندر دوبرینت له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په خپله نوې مرکه کې چې نن خپره شوه وویل، د ده هدف دا دی چې د دې ډلې افغانانو ایستل په منظم ډول دوام وکړي او دا کار د هغه په وینا یوازې د قطر په مرسته ممکن دی.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی مګر ښاغلي دوبرینت وویل، دی غواړي په راتلونکي کې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د لېږلو بهیر د منځګړو له مرستې پرته دوام وکړي چې د دې کار لپاره د هغه په وینا باید له طالبانو سره مستقیمې خبرې وشي. هغه ټینګار وکړ چې دا تماسونه به یوازې تخنیکي وي.
جرمني تراوسه لسګونه افغانان چې د چارواکو په وینا په جرمونو کې ښکېل وو، د قطر په منځګړتوب په دوو الوتنو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر په دې مرکه کې دا هم وویل چې حکومت یې هڅه کوي په روان کال کې خپل هېواد ته د هغو سوري کډوالو د بېرته ستنولو په اړه موافقه وکړي چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
ښاغلي دوبرینت ویلي چې د دې موافقې له مخې به سږکال لومړی د سوریې هغه وګړي چې په جرمونو کې ښکېل دي او وروسته هغوی چې په جرمني کې د اقامت قانوني اسناد نه لري، سوریې ته واستوي.