د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، چې د طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه د جمعې په ورځ (سپټمبر۲۶مې) د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي اسامبله کې وویل، پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډي او ورور هېواد په توګه د افغانستان سوله کې مستقیمه ګټه لري:
«د افغانستان موقت حکومت باید د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. له ټولو مهمه دا چې موږ تمه لرو موقت حکومت د تروریستي ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د تروریزم لپاره ونه کارول شي.»د پاکستان صدراعظم شهبازشریف
د پاکستان صدراعظم دغه شان ټینګار وکړ چې د افغانستان د پرمختګ او هوساینې کلي د سیمې په ثبات او اتصال کې نغښتې ده.
د هغه په وینا، پاکستان له ټولو شریکانو سره په تعامل کې دی تر څو افغانستان سره بشردوستانه مرستې دوام ومومي، د دې هېواد له اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي او د یوه ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته کېدو ته هڅونه وکړي.
د یادونې ده چې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او ورته د خوندي پناه ځایونو د برابرولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
تازه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه اړخیزه ناسته کې، چې د روسیې په بلنه د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې ترسره شوه، د ترهګرۍ له موضوع سره تړلې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه، ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د طالبانو حکومت وغوښتل چې د ترهکرۍ پر وړاندې عملي، مشخص او سنجول شوي اقدامات ترسره کړي، ټولې تروریستي ډلې له منځه یوسي، د تروریزم روزنیزو مرکزونو او اړوند تأسیسات یې له منځه ونیسي او د تروریستانو د جلب او جذب، مالي تمویل او وسلو ته یې د لاسرسی مخه ونیسي.
پاکستان کې د ناکراریو یوه صحنه
خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ تروریستي ډله نشته او خاوره به یې هم د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
د دغو څلورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دغه شان په نورو موضوعاتو لکه د ټولو افغانانو حقونو او اړتیاوو ته درناوی، اساسي حقونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی، د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه سیاسي نظام جوړول، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه، اقتصادي همکارۍ او افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په دوام ټینګار شوی دی.
طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې حکومت یې ټولشموله دی، د ښځو او نجونو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو په حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي، او د مخدره موادو پر وړاندې هم لازم او مؤثر اقدامات شوي دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي اسمبله د سپتمبر په ۲۴مه پیل شوې او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ شوی ، دا څلورم کال دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانستان استازولي نه کېږي.
د افغانستان کلنی غړیتوب په دې سازمان کې شاوخوا ۲ لکه ډالره دی، خو په وروستیو کلونو کې دا پیسې نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې دغه هیواد له ملګرو ملتونو شا اوخوا ۹ لکه ډالره پوروړی دی.