په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په ټولشموله راتلونکې بحث کېږي

د ملګرو ملتونو د یوې غونډې انځور - پخوانی انځور دی

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي، نصیر احمد فایق، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غونډه کې د افغانستان د ټولشموله راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو په پلان بحث کېږي.

د هغه په خبره په دې هم بحث کېږي چې د طالبانو له لوري د دین د مسلح سازۍ په افغانستان او سیمه کې څه عواقب لري.

دا غونډه به د ملګرو ملتونو سازمان، د پرنسټن پوهنتون د افغانستان د پالیسۍ څانګې له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په همکارۍ تنظیم شي. تمویلونکي به یې یونان، مکسیکو او هسپانیا وي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې سږ کال د نورو څو وروستیو کلونو په څېر افغانستان د رایې حق نه لري ځکه د کال دوو لکو ډالرو حق العضویت پیسې یې له څو کلونو پاتې دي.

همدارنګه د افغانستان له اوسنیو واکمنو طالب چارواکو یا پخوانیو سیاستوالو هم دې غونډې ته څوک نه دي ور بلل شوي.