فدرال کارکوونکو ته د سپینې ماڼۍ خبرداری، که دولت رخصت شي، دندې له لاسه ورکوی

ارشیف

د ډونالډ ټرمپ دولت ګواښ کړی که راتلونکې سه شنبه د دولت یوه برخه رخصت شي، د یوشمېر فدرالي ادارو کارکوونکي به د تل لپاره له دندو لرې کړي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر دغه خبرداری داسې مهال ورکړی چې دولت د سنا جرګې له ډیموکراتانو سره د نوي مالي کال د بودجې پر سر په نانندریو اوښتی دی.

د بودجې د مدیریت دغه دفتر فدرالی ادارو ته ویلي چې د خپلو کارکوونکو د کمولو لستونه برابر کړي او د دولت د رخصتۍ په صورت کې هغوی ته اطلاع ورکړي.

دغه خبرداری د امریکا د دولت د یوې برخې د (شټ ډون) یا تعطیلي طرحه افشا کوي چې چارواکي یې تراوسه په اړه پټه خوله دي.

داسې ښکاري چې د امریکا قانون پوهان د نوي مالي کال د بودجې پر سر هوکړې ته نه دي رسیدلي او له ۱۹۸۱ کال راهیسې د امریکا د دولت د ۱۵مې رخصتۍ په درشل کې دی.

د سنا د ډیموکراتو مشر چاک شومر ویلي، سپینه ماڼۍ د ویرولو لپاره دا کار کوي او په وینا یې ډونالډ ټرمپ د واک له لومړۍ ورځې د خلکو د ډارولو لپاره د فدرال کارکوونکو د اخراج هڅه کوله.