ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته تللي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته سفر کړی

انځور پخوانی دی - بهرني ځواکونه هوايي میدان کې له افغانانو سره په ګډه الوتکه کې ځي

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته راغلي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته تللي دي.

ټلګراف او سکای خبر ورکړی دا افغانان په رخصتیو کې له بریټانیا څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته تللي چې په دې کار سره یې د بریټانیا د پناه غوښتنې پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستی.

له دې ټولو سره سره پر بریټانیا لا هم پراخې نیوکې دي چې د هغو ټولو افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې کوم چې له بريټانوي ځواکونو یا موسسو سره یې په افغانستان کې کار کړی.

تېر جولای په بریټانیا کې د اتلسو زرو هغو عسکرو د معلوماتو درز هم غوغا جوړه کړه چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.

افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د پټو سفرونو نیوکې یواځې په بریټانیا نه خلاصیږي بلکې په جرمني کې هم حکومتي چارواکو د هغو افغان پناه غوښتونکو په سفرونو کلکې نیوکې کړې وې چې هلته یې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو په خاطر پناه غوښتې.