د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې اقدامات " احمقانه" بللي و.
ګوتیریش د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي" هغه څه چې افغانستان کې روان دي، نه یوازې دا چې د منلو نه دي، بلکه احمقانه دي".
ګوتیریش دغه څرګندونې د مرستې رسونې په چارو کې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو له خوا تازه لګول شوي بندیز ته په اشارې کړې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېرماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې" د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي".
یوناما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې افغان ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او په خبره یې دا کار د طالبانو له پخوانۍ ژمنې سره په ټکر کې دی.