د سوریې یوه جګپوړي چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده، ویلي دي چې د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر اسد الشیباني نن (د وږي ۲۷مه) واشنګټن ته ځي څو پر سوریې د متحدوایالتونو د پاتې بندیزونو د لغو کولو په اړه خبرې وکړي.
دې چارواکي دا څرګندونې د خپل نوم نه ښودلو په شرط له فرانسپرس خبري آژانس سره کړې دي.
په تېرو ۲۵ کلونو کې به دا لومړی ځل وي چې د سوریې د بهرنیوچارو وزیر امریکا ته ځي.
دا په تېرو څه باندې ۲۵ کلونو کې امریکا ته د سوریې د بهرنیوچارو د یوه وزیر لومړی سفر دی.
وروسته له دې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د بشاراسد په مشرۍ د سوریې حکومت د تندلارو وسله والو په مشرۍ د یاغیانو د پاڅون په نتیجه کې وپرځېد، متحدوایالتونو ډېری هغه تحریمو لغو کړل چې پر سوریې یې لګولي وو.
د سوریې د بهرنیوچارو وزارت یوه بل چارواکي چې هغه هم د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې سوریه به د روان میلادي کال ترپایه له اسراییلو سره یوشمېر امنیتي او پوځي موافقې لاسلیک کړي.
د دې چارواکي په وینا له اسراییلو سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی او تمه ده چې د کال تر پایه به دا کار ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ اسراییل د سوریې د جنوبي سیمو د اوسېدونکو په جبري کوچ تورن کړی دی.
سرچینې وايي تمه ده چې سوریه له اسراییل سره پوځي، امنیتي موافقې لاسلیک کړي.
دې ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل، اسراییلي ځواکونو چې د سوریې د جنوب ځینې سیمې یې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې اشغال کړې په جبر سره د خلکو د ځای پرځای کولو په ګډون چې جنګي جنایت بلل کېږي د سیمې له اوسېدونکو سره په بېلابېلو برخو کې ناوړه چلند کړی دی.
د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې د سوریې دولتي رسنیو هم خبر ورکړی و، چې اسراییلي ځواکونو د سوریې په جنوب کې اوه کسان نیولي دي.
د اسراییلو پوځ فرانسپرس آژانس ته تایید کړې وه چې یوشمېر مشکوک کسان یې د تروریستي حملو په تور نیولي او د نورو تحقیقاتو لپاره یې له ځان سره د اسراییلو خاورې ته بیولي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې دا کسان د سوریې په بېلابېلو سیمو کې پر اسراییلي سرتېرو په تروریستي حملو کې په لاس لرلو تورن وو.