په افغانستان کې د انټرنټ بندیدل او د یوشمیر دیني عالمانو غبرګون

اول مکروریان-کابل- انټرنټ کلپ. ارشیف

د اسلامي علومو یو شمیر افغان پوهان وايي، د افغانستان بېلابیلو ولایتونو کې، منکراتو نه د مخنیوي په نوم د طالبانو حکومت له خوا د نوري فایبر پر خدمتونو بندیز هیڅ ډول شرعي اصل نه لري. دوی وايي په افغانستان کې د نوري فایبر د انترنیت په بندولو کې له ګټې تاوان ډیر دی.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو حکومت له خوا د نوري فایبر د انترنیټ خدمتونو د بندیدلو اقدام ته په غبرګون، د اسلامي علومو یو شمیر افغان پوهان وايي، دا اقدام هیڅ ډول شرعي اصل نه لري.

دوی ټینګار کوي چې دا کار د اسلامي معلوماتو ترلاسه کولو او په دې برخه کې د مطالعاتو په ګډون په دغه هیواد کې ګڼې نورې مهمې برخې هم متاثره کوي.

د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې غړي او مخکې د پوهنتون استاد فضل هادي وزین چهارشنبه د سپتمبر په اولسمه د طالبانو حکومت د دې اقدام په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" د انترنیټ بندول او ممنوعیت دا قطعا کوم شرعي اصل نه لري، له یو څیزه چې احتمال لري غلطه استفاده کېږي د هغې بندول خو لازم نه دي لکه انترنیټ، قلم باندې هم کیدای شی ښه شی ولیکل شي او کیدای شي بد شی هم ولیکل شي نو دا خو د دې په مانا نه ده چې مونږ قلم مات کړو، نو د انتر نیټ بندول په دې مانا دي چې مونږ ملت له یو ډېر مهم څیز نه چې هغه د پرمختګ او ترقۍ لپاره ډیر ضروری دی محرومو."

نوموړی زیاتوي، ځني خاص پروګرامونه چې کیدای شي له اخلاقي اړخه ښه نه وي، د هغې د فلتر او ممانعت لپاره لارې چارې شته خو په ټوله کې په خبره یې د دغې شبکې د انتریټ تړل د حل لاره نه ده.

د طالبانو حکومت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، چې د دوی مشر دا امر د منکراتو د منخیوي په هدف کړی دی.

خو د اسلامي علومو یو بل پوه او د پکتیا ولایت د استناف محکمې پخوانی رییس قاضي اسدالله ذکي ازادي راډیو ته وویل:

" د منکراتو د لارې بندول هغه وخت روا دي چې ګناه ډیره حتمي او نېږدې وي، او د وسیلې بندول لویې ګټې له منځه یونسي، په فایبر نوری یا قطع انترنیټ کې دا شرطونه پوره نه دي، بلکې بندول یې لا زیات مشکلات او ستونزې را پیدا کوي."

دغه شان د اسلامي علومو یو بل پوه او پخوا په یو شمیر ولایتونو کې د ایستناف محکمې رییس ذبیح الله ابراهیمي هم وايي د نوري فایبر د انترنیت په بندولو کې له ګټې تاوان ډیر دي، ځکه په خبره یې د دیني علومو په اړه د معلوماتو او مطالعاتو په ګډون ګڼې نورې مهمې برخې ترې متاثره کېږي:

" انترنیټ په اصل کې هیڅ عیب نه لري، استفاده یې مشکل لري، هم څوک کولای شي ورنه مشروع استفاده وکړي هم نا مشروع، نن سبا ډیری لوی کتابتونو ته لاس رسی، استفتاه او فتوا، شرعي او دیني موضوعات او مطالعات او اسلامي دعوت د انترنیټ له لارې کېږي. "

د مصر په الازهر پوهنتون کې د فقې او قانون لوستی او په اروپا کې میشت د افغان عالمانو د ټولنې غړی ډکټور محمد الله صخره وايي هغه وسایل چې هوساینه او سهولت رامنخته کوي مفید دي او انترنيت هم له همدې وسایلو څخه دی.

نوموړی اندېښنه ښيي چې د طالبانو حکومت دا اقدام به ټولنه فلج کړي:

" هغه وسایل چې د امنیت، د امنیت د ټینګښت، هوساینې، او د هواسینې د رامنخته کولو او ټولنې ته د سهولت لامل ګرځي مفید دي او مطلوب دی، هغه وسایل چې د یو دولت په ګټه تمامېږي مفید دي، هغه وسایل چې انسان نور ته، نور ملتونو ته، له سوالګرۍ، ذلت او احتیاجۍ ژغوري هغه مفید دي، نن سبا انترنيټ هم له همدې وسایلو څخه دی، دا دې لامل ګرځي چې یوه ټولنه فلج شي."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له تېرو دریوو ورځو راهیسې د دوی د مشر ملا هبت الله اخدزاده په مشرۍ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نوري فایبر د انترنیټ رسولو خدمتونه بند کړي او په دوی کې باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د پلازمینې کابل په ګډون به دا کار په ټولو ولایتونو کې عملي شي.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته دا هم ویلي، چې دا پرېکړه له ملا هبت الله سره په کندهار کې د بیلابیلو ولایتونو د والیانو په یوه ناسته کې شوې ده، سرچینې زیاتوي، چې په کابل کې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې تر څو د دغه اقدام په بدیل کار وکړي او په خبره یې دا معلومه کړي چې ایا د نوري فایبر په انټرنیټ کې د هغه څه د خپرېدو چې د طالبانو مشر یې نه غواړي د مخنیوي لپاره فلټر کارول کېدای شي او کنه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت دا اقدام د عامو افغانانو له پراخو غبرګونونو سره هم مخ دي.

هغوی چې خپلې ورځنۍ کاري چارې، زده کړې، ټولنیز فعالیتونه او خپلو کورنیو او دوستانو سره اړیکي د دوی په خبره د نورې فایبر د چټک انترنيت په مټ ترسره کوي.