د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکوي چې افغانستان دا مهال یو «درې ګونې کړکېچ» سره مخ دی.
ملګرو ملتونو سه شنبه د سپتمبر په ۱۶ مه له جنیوا څخه د IOM د افغانستان د برخې مشرې، می هیونګ پارک یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ویلي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو جبري ستنول، د اقلیمي بدلون له امله وچکالي او د مرستندویو بنسټونو لپاره د بودجې کموالی هغه درې ستونزې دي چې د افغانستان خلک یې تر فشار لاندې راوستي دي.
اغلې پارک ویلي چې دغو کړکېچونه د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري:
«هغه څه چې د خلکو سره پېښېږي دا دي چې په پای کې هغوی د منفي لارو چارو لکه له وخته مخکې واده، د ماشومانو کار او د خلکو نه پور اخیستلو ته اړ کېږي.»
هغې زیاته کړې چې یوازې په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغانان په جبري ډول له پاکستان او ایران څخه ستانه شوي دي او ډېری دغه کورنۍ په اقتصادي ستونزو کې او له سرپناه پرته ژوند کوي.
د نوموړې په وینا، پرله پسې وچکالۍ او اقلیمي بدلون کرنه سخت زیانمنه کړې او زرګونه کورنۍ یې اړې کړې چې له کلیو ښارونو ته کډه وکړي.
هغې ټینګار کړی چې د مرستندویو ادارو لپاره د بودجې کموالي کړکېچ لا پسې پیچلی کړی او د ټولو اړمنو سره د مرستې توان یې راکم کړی دی.
په ورته وخت کې له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د دول له ډلې یو تن چې اوس په کابل کې اوسیږي او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل:
«دلته چې راغلو له ډېرو ستونزو سره مخ یو، زموږ وضعیت ډېر خراب دی، له مالي اړخه ستونزې لرو. هر ځای چې ځو زموږ د ستنېدو کارت نمبر اخلي، خو تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې. موږ غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وشي.»
د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر عبدالعظیم وايي د وچکالۍ له امله ډېرې کورنۍ د خپلو کلیو پرېښودو ته اړې شوې دي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل:
« ډېر خلک د وتلو په حال کې دي. مخکې هم ډېر تللي دي. ځینې کلي په بشپړ ډول خالي شوي دي. سږکال وچ راغلی، خلکو پنبه وکرله، ډېر لګښت یې وکړ، خو اوبه وچې شوې. ، زموږ کلي نه د لاندې کلي دوه کورنۍ تېره شپه ایران ته ولاړې.»
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) تازه اعلان کړی چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا درې لکه او ۵۰ زره افغانان یا خو دننه بېځایه شوي او یا یې ګاونډیو هېوادونو ته کډه کړې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د بېځایه کېدو اصلي لاملونه اقتصادي ستونزې، وچکالي، اقلیمي بدلونونه او په افغانستان کې د څو لسیزو بېثباتۍ پایلې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د تازه شمېرو پر بنسټ، د روان کال له پیله تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۲.۶ میلیونه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.