د یو شمیر افغانانو د ایستلو په تړاو د جرمني د کورنیو چارو وزیر ورستیو څرګندونو، هغه افغانان هم اندېښمن کړي چې هلته د کډوالو په پندغالو کې اوسېږي او د پناه غوښتنې کیسونه یې رد شوي دي.
جرمني ورځپانو له ډلې بیلد د دوشنبې په ورځ د الکساندر ډوبرینډت په حواله راپورونه ورکړی چې دوی په پام کې لري د افغانانو د ایستلو بهیر پراخ، منظم او دا ځل د عادي او پلان شویو الوتنو په وسیله ترسره کړي.
که څه هم نوموړي یوازې «په جرایمو تورنو» کډوالو د ستنولوخبره کړې ده خو اندېښمن افغانان ادعا کوي وايي، د جرمني د نوي حکومت پالیسو کې دوی، چې د پناه غوښتنې یې رد شوي هم شامل دي او ممکن په خبره یې دا بهیر تر دې هم پراخ شي.
له دې ډلې د جرمني په هامبورګ ښار کې د کډوالو په یو بل پنډغالي کې مېشت افغان چې یو کال یې دغه هیواد ته د تګ کېږي خو د منلو کیس یې رد شوی او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
«دوی خو وایي چې دا هغه کسان دي چې د قانون خلاف کړنو باندې تورن دي، ځینې به په کې داسې هم وي خو حقیقت کې د دوی د وروستیو پالیسو له مخې د ایستلو دې بهیر کې هغه ځوانان هم ټارګېټ کوي چې دلته یوازې دي یا کورنۍ نه لري او رد شوي دي»
جرمني کې افغان کډوال
«دلته اکثریت ځوانان چې یوازې دي کېسونه یې ردېږي او رد شوي، زه خپله ډېر اندېښمن یم که سبا ما بېرته افغانستان ته ولېږي هلته زما ژوند ته خطر دی او خصوصا د طالبانو تر واک لاندې خو هېڅ ژوند نه شم کولای.»افغان کډوال - جرمني
د جرمني په لایپزیګ ښار کې د کډوالو په یو پنډغالي کې بل مېشت افغان هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته یې وویل:
«که څه هم زه له قبرسه په قانوني پروسه کې دلته جرمني ته راغلی یم، خو د پناه غوښتنه مې رد شوې، یوازې زه نه سلګونه نور افغان ځوانان هم د دې سیاستونو قربانیان دي،یو کال کېږي چې دلته اوسېږم، د جرمني د حکومت وروستۍ پرېکړې موږ ته ډېر د اندېښنې وړ دي، ځکه زموږ په شان د ځوانانو بېرته ستنول هلته یې ژوند له خطر سره مخ کول دي، د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د جرمني دا وروستۍ پرېکړې اصلا عادلانه نه دي.»
د بېلډ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د جرمني د کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي چې دوی «په جرایمو تورنو» کډوالو ستنولو لپاره دې ته اړ دي چې په سیمه کې په مستقیمه توګه له طالبانو سره خبرې او اړیکې ولري او په خبره یې ممکن راتلونکي کې یې استازي افغانستان ته سفر وکړي.
خو د راپور پر ټکو هغه ټینګار کړی چې دا اړیکې او خبرې په هېڅ ډول د ډیپلوماتیکو ارتباطاتو ټینګولو یا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
تر دې وړاندې له جرمني افغانستان ته په جرمونو تورنو افغانانو د ستنولو بهیر د قطر په منځګړیتوب ترسره کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني تر څنګ د اتریش ځینو رسنیو هم د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله په جرمونو تورنو افغانانو د ایستلو لپاره د طالبانو د حکومت د یو پلاوي د ورتګ راپورونه ورکړي دي.
د دې رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوي د دې سفر په ترڅ کې په جرمونو د ۲۰ محرمو تورونو د پېژندنې په تایید کې چې د افغانستان دي ورسره همکاري کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ« د سپټمبر په ۱۵مه» ناوخته ازادي راډیو ته تایید کړه چې د جرمني او اتریش حکومتونو سره یې د یادو افغانانو د ورستنولو په اړه مذاکرات پیل کړي او په خبره یې “تر ډېره کچه خبرو کې پرمختګ” شوی دی، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
خو د بشري حقونو ځینې فعالان د دې هېوادونو دا پرېکړې خطرناکه او د بشري اصولو خلاف بولي.
له دې ډلې د بشري حقونو د فعالانو د اتحاد (HRAU) غړي فهیم فرواک ازادي راډیو ته وویل:
«له بشري اړخه د افرادو بېرته جبري ستنونه داسې یو ځای ته چې هلته شکنجې، زندانونه او اعدام دی،د نړیوالو کنوانسیونونو څرګنده سرغړونه ده،زموږ غوښتنه له جرمني او دې نورو کوربه نورونو هېوادونو دا ده چې زموږ هېڅ هېوادوال تر څو چې طالبان په واک کې دي ډیپورت نه کړي،او هغه کسان که رښتیا په جرمونو تورن وي په هماغه هېوادونو کې دې د قانون پربنسټ او وکیل په نیولو سزا ورکړي خو قصدا دې د مرګ خولې ته نه استوي.»
د يادونې ده، چې جرمني تر دې مخکې په جولای میاشت کې هم ۸۱ افغانان چې په جرمونو یې تورن بللي، په دوو چارټر الوتنو کې یې د قطر په همکارۍ افغانستان ته بېرته لېږلي دي.
د دغه هیواد نوي حکومت د کډوالو په وړاندې سختې پالیسۍ غوره کړي دي، په ځانګړي ډول د نا قانونه کډوالو په ورتګ او هغوی چې په دغه هیواد کې په جرنو کې ښکیل دي.