د طالبانو د حکومت باوري سرچینو منلې چې دوی خپل پلوی او د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم توقیف کړی دی.
دغو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط پرون ماښام ( د سنبلې ۲۴مه) ازادي راډیو ته دا خبره وکړه، خو د ښاغلي اعظم د نیول کېدو د انګیزې، لامل او کره وخت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دوی د دغه ډول نیولو په اړه په اسانه تبصره هم نه کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې یو لیک هم تر سترګو کیږي چې ګواکې ښاغلي اعظم له توقیف خونې خپل زوی ته لیږلی دی.
په دغه لیک کې نوموړي خپل زوی ته لیکلي چې دی د نجونو د تعلیم د غوښتنې او د امرباالمعروف پر قانون د نیوکو له کبله نیول شوی دی.
ښاغلي اعظم د طالبانو له واکمنۍ وروسته څو ځله په غونډو کې د نجونو پر تعلیم او په ټوله کې د عصري علومو په پیاوړتیا خبرې کړي دي.
هغه تېر ۲۰۲۴ کال یوه وینا کې ویلي " زمونږ دښمنان په دې خوښ دي چې د نجونو په مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې او د خرافاتو دروازې پرانستې دي."
هغه ویلي چې اوس د ټکنالوجۍ عصر دی او په خبره یې " د نیواکګرو ټانکونه د اوداسه په کوزړیو او د پيرانو په دم" له منځه نه ځي.
ښاغلی اعظم چې لیکوال او شاعر هم دی، پخوا یې د پوهنې او کډوالو چارو د وزیر په توګه کار کړی دی.
هغه په بیروت کې له امریکایي پوهنتونه د ساینسي علومو په څانګه کې ماسټري اخیستی، د لندن له یوه پوهنتون نه یې د اوبو د سرچینو په برخه کې دوکتورا بشپړه کړې او د مصر الازهر پوهنتون کې یې د عربي ژبې او احادیثو زده کړې بشپړې کړي.