جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو د ککړو کډوالو اخراج منظم کړي

ارشیف

Summary

  • جرمن چارواکي غواړي، افغانستان ته په جرمونو د ککړو افغان کډوالو اخراج منظم کړي.
  • په همدې موخه دوحه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مسولانو او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت وایي، له دغه هېواده " په جرمونو د ککړو" افغان کډوالو د اخراج لپاره د طالبانو له استازو سره تخنیکي خبرې روانې دي.

جرمني رسنیو د ښاغلي دوبرېنت په حواله ویلي، دوی غواړي د دغو خبرو اترو له لارې داسې پړاو ته ورسیږي چې د یوه نظم له مخې د اخراج بهیر مخته بوځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مسولانو او د طالب استازو ترمنځ دغه تخنیکي خبرې د قطر پلازمینه دوحه کې روانې دي.

که څه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي چې جرمني دیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي، خو دویچ ویلې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته د پلاوي سفر اړین نه بولي.

جرمني په تیره جولای میاشته کې ۸۱ افغانان کابل ته ډیپورت کړل چې د دوی په ټکو جرمي دوسیې یې درلودې.

تر هغه وروسته دغه هېواد په برلین او بن کې د طالبانو دوه ډيپلوماتان هم ومنل.