طالبانو له ازبکستاني شرکت سره د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج تړون لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په جوزجان ولایت کې یې د طوطي میدان ګازو د کشف او استخراج عملي کار د ازبکستاني شرکت "اریل کام" په همکارۍ پیل کړی دی.

د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په جوزجان ولایت کې یې د طوطي میدان ګازو د کشف او استخراج عملي کار د ازبکستاني شرکت "اریل کام" په همکارۍ پیل کړی دی. هغه پروژه چې د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره، کولای شي افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې کړي او د ګازو صادراتو ته لاره هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو پوهان د دې پروژې د هرکلي ترڅنګ د تړون پر روڼتیا، د سیمه ییزو کارګرانو پر ګمارنې او د نړیوالو بندیزونو له امله د رامنځته شویو خنډونو په لرې کولو ټینګار کوي.

د جوزجان ولایت د "طوطي میدان" د ګازو د کشف او استخراج عملي کار د ازبکستاني شرکت "ایرل کام" په همکارۍ پیل شو.

د طالبانو د حکومت چارواکو او د یاد ازبکشتاني شرکت استازو د یکشنبې په ورځ (د سنبلې په ۲۳مه) د دغې پروژې پرانسته وکړه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې وویل چې د طوطي میدان د ګازو پروژه به یو شمېر افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې به افغانستان د ګازو په برخه کې پر ځان بسیاینې ته ورسوي او شي صادراتو ته به یې لاره هواره کړي.

نوموړي د قراردادي شرکت له مسوولینو هم غوښتنه وکړه چې ټول معیارونه رعایت کړي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری هم د دغې پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د طوطي میدان د ګازو بند څه باندې ۷۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او شاوخوا ۳۰ ژورې څاګانې په کې پېژندل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په جوزجان ولایت کې د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج ۲۵ کلن تړون د دغه وزارت او د ازبکستاني شرکت "ایرل کام” ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله خبرپاڼه کې ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په حواله ویلي چې د طوطي میدان د ګازو پروژه کولای شي د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې د «ایرل کام» شرکت ستر سلاکار انجنیر محمد ګل خلمي ټینګار وکړ، چې دغه پروژه به له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې پلي شي او سیمې ته به د انرژۍ په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال په میزان میاشت کې د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو د استخراج تړون په کابل کې له ازبکستاتني شرکت "اریلکوم" سره لاسلیک کړی وه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت به په لومړيو لسو کلونو کې يو ميليارد امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، افغانستان دا مهال د انرژۍ په ځانګړې توګه په صنعتي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او هر کال په میلیونونو ډالر د ګازو او تېلو پر واردولو لګوي، چې د اقتصادي زیانونو تر څنګ کله ناکله غیر معیاري هم وي چې د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي.

له دلې ډلې د اقتصادي چارو پوه عبدالناصر رښتیا دغو ټکو ته په اشارې وویل چې د طوطي میدان د ګازو د پروژې پلي کېدل د اقتصادي ودې، د پانګونې د اعتبار د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

خو نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو پر حکومت د نړیوالو اقتصادي بندیزونه ښايي د دې پروژې لپاره د پیسو په انتقال او د ماشینونو په واردولو کې ستونزې رامنځته کړي.

«کله چې له طوطي میدان ګاز استخراج شي، هغه ډول چې په تړون کې راغلي چې د افغانستان لپاره به سل میګاواټه برېښنا هم تولیدوي، نو پرته له شکه به په کرنیزو او صنعتي برخو او د کانونو د کیندولو په برخه کې به ډېره ګټوره تمامه شي او نوې پانګونه به وشي، په کورني ابعادو کې هېڅ ډول ستونزه نه شته، خو په بهرنۍ برخه کې پر افغانستان د لګول شویو اقتصادي بندیزونو له امله به د پیسو په لیږد او ترلاسه کولو او د ماشینونو په راوړلو کې ممکن ستونزې رامنځته کړي.»

د اقتصادي چارو بل پوه محمد بشير دوديال وايي چې د طبيعي زېرمو د کیندلو په پروژو کې د سيمه ييزو کارګرانو ګمارل او د افغانستان د ونډې ډاډمنول د دغو تړونونو د ګټورتوب لپاره اساسي شرطونه دي او دا تړونونه بايد په داسې ډول تنظیم شي چې ملي ګټې په کې څرګندې وي.

«موږ ته ځکه په زړه پورې ده چې سیمه ییز کارګران په داسې پروژو کې وګمارل شي، په هغو پروژو کې چې ټول پرسونل یې بهرنیان وي، دا موږ ته دومره ګټورې نه دي، دغه راز د طبیعي زېرمو د کېندولو په پروژو کې چې افغانستان یې په ګټه کې شریک نه وي،موږ ته ګټه نه لري،دا په دې معنی چې موږ خپلې طبیعي زیرمې لیلاموو، او دا لیلام زموږ د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره سم نه دی او باید دا قراردادونه ډېر په ځیر ترسره شي چې زموږ ګټې په کې ساتل شوې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې د امو سیند د ګازو د حوزې تړون له چینايي شرکت «افچین» سره لغوه کړ.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د دې پرېکړې لامل له تړون څخه سرغړونه او د دغه شرکت د ژمنو نه عملي کول بللي، په داسې حال کې چې ځینو راپورونو کې پڅ کار او امنیتي اندېښنې هم د دغه قرارداد د لغوه کېدو عمده لاملونه بلل شوي دي.

د امو دریا د ګازو د حوزې تړون چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې لاسلیک شوی وه، په افغانستان کې د امو دریا حوزې څخه د امو د ګازو نفتو تصفیه او تولید شامل وو - چې اټکل شوې زیرمې یې ۸۷ میلیونه بېرله دي.

واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو سره، په افغانستان کې ډېری نړیواله پانګه په ټپه درېدلې او لسګونه زره کسان بې دندو شوي دي.

که څه هم طالبانو په پرله پسې ډول د داعش په ګډون د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو خبره کړې، خو د افغانستان له شمال څخه تر منځنۍ اسیا او له هغې بهر د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې لا هم موجودې دي.

د روڼتیا او د بهرنیو پروژو د عوایدو د کارولو په اړه هم نیوکې موجودې لري.