په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له حضور سره هممهاله د قطر صدراعظم د اسراییلو لپاره د سزا غوښتنه وکړه.
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې څخه یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ، دا څرګندونې وکړې.
هغه په خپله وینا کې وویل چې قطر د اسراییل او حماس په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د مصر او متحده ایالاتو سره کار کولو ته ژمن دی.
د شېخ محمد په خبره د اسراییلو برید چې د حماس د پنځو غړو او د قطر د یوه امنیتي غړي د وژنې سبب شو د منځګړیتوب په اصل باندې برید ګڼل کېږي.
د اسلامي او عربي هېوادونو مشران او بهرنیو چارو وزیران د اسراییلو د هغه برید په وړاندې د ګډ احتمالي غبرګون په سر د خبرو لپاره ټول شوي چې د حماس افراطي ډلې مشرتابه یې په دوحه کې هدف وګرځوله.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یکشنبه اسراییل ته ورسید.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل اسراییلو ته د امریکا د لوړ پوړي ډیپلومات مارکو روبیو سفر د دواړو متحدینو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ښیي.