وروسته له دې چې دروسیې په عمق کې دتیلو تصفیه خانې په نښه شوې ،په اوکراین نوي هوايي بریدونه

د دونیتسک په جبهه کې د اوکرایني توپخانې یو سرباز

اوکرایني چارواکي وايی روسیې تیره شپه هم په اوکراین خپلو هوايی بریدونو ته دوام ورکړ. بلخوا مسکو وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې سلګونه اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي.

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل روسیې د تیرې شپې په اوږدو کې د اوکراین په لور لسګونه ډرونونه وتوغول.

تردې یوه ورځ مخکې ، رومانیا راپور ورکړ چې یوه روسي ډرون د دوی هوايي حریم ته ننوتلې او اوکراین د روسیې د جنګي ماشین د کمزوري کولو لپاره دخپلو هڅو په ترځ کې ددغه هیواد دننه د تیلو دوه لویې تصفیه خانې په نښه کړې.

د اوکراین هوايي ځواکونو وویل د ۵۸ روسي ډرونونو څخه چې لیدل شوي وو ۵۲ ، نسکور کړي یا یې له کاره غورځولي.

دغو ځواکونو زیاته کړه چې شپږ ډرونونه او یو اسکندر بالستیک توغندی په ځمکه ولګېدل . د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دا دوهمه پرله پسې شپه وه چې روسیې په اوکراین هوايي بریدونه په داسې مهال وکړل چې روسیې او بلاروس په پراخو پوځي تطبیقاتو لاس پورې کړی دی.

په عین حال کې دا تراوسه یقیني شوې نه ده چې متحد ایالات به په اوکراین د روسیې د بشپړ برید له امله چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوی ، په مسکو نوي بندیزونه ولګوي کنه.

روسیې له څو شپو راهیسې په مکرر ډول په اوکراین سلګونه ډرون او توغندي توغولي دي، چې اکثر یې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ترټولو لوی دغه ډول برید کې روسیې د سپتمبر په ۷ مه نیټه وشو چې د اوکرایني چارواکو په وینا ۸۰۰ ډرون او توغندي د اوکراین لور ته وتوغول شول چې اصلي هدف یې پلازمینه کیف وو چیرته چې د یوه ماشوم په ګډون ۳ کسه ووژل شول.

بلخوا د اوکراین په ختیځ او جنوب په ځانګړې توګه په دونیتسک سیمه کې شدیده جګړه روانه ده .

روسي ځواکونه له میاشتو راهیسې زیار کوي چې د پوکروفسک ښار کنټرول کړي او اوس یې د خارکیف سیمې کوپیانسک ښار باندې هم چې د ۲۰۲۲ کال په مني کې اوکرایني ځواکونه بیرته ونیوه فشار زیات کړی دی .

که چیرې د روسیې لخوا د ډرون او توغندیو په بریدونو کې دوامداره وقفه رامینځ ته شي نو واشنګټن به د جګړې د درولو لپاره په کیف خپل فشارونه زیات کړي.

اوکراین کې د روسیې روانه جګړه د ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې ترټولو خونړۍ جګړه ګڼل کیږي.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (سپتمبر په ۱۴مه ) وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۳۶۱ اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي.