دې پلاوي نن په اقتصادي چارو کې د ریاست الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني بردار سره او تر هغه مخکې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
له ملا برادر سره د لیدو په اړه د طالبانو د سرچینو په استناد دواړو لوریو د افغانستان د اوسني وضعیت، سیمه ییزو موضوعاتو او نړیوالو مسایلو په اړه، همدارنګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
له ارګ څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې ، ملا عبدالغني برادر د امریکا له پلاوي څخه وغوښتل چې د مقابلې د پالیسۍ پر ځای دې د دوی له دولت سره اړیکي ټینګ کړي.
په دې اعلامیه کې دا هم راغلې دي، ادم بولر ویلي دي چې د دوحې تړون د دواړو خواوو لخوا په ښه توګه پلي شوی او سرغړونه نه ده شوې او هغه د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراخولو او د لا زیاتو تعاملاتو پر اړتیا ټينګار کړی دی.
تر دې مخکې د ښاغلي بولر په مشرۍ امریکایي پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې له امریکایي پلاوي سره د دوی د بهرنیو چارو وزیر پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي، همداراز یې د خبرو پر دوام ټینګار کړی او د دې خبرو یوه ځانګړې موضوع د بندیانو د تبادلې قضیه ده. د طالبانو په بیان کې راغلې دي چې د بندیانو دوسیو ته کتنه د دواړو خواوو د اړیکو په ښه کیدو کې مرسته کولی شي.
د طالبانو په بیان کې دا هم ویل شوې دي چې امریکایي پلاوي ویلي دي چې دوی د ملتونو خپلواکۍ ته درناوی کوي او داسې هیڅ نیت نه لري چې د خپلې خوښې غوښتنې پر افغانانو وتپي.
تر اوسه پورې د واشنګتن له لورې د دې امریکایي پلاوي د کابل د سفر په اړه کوم بیان نه دی خپور شوی.
د واشنګتن په نظر محمود حبیبي چې د امریکا تابعت لري یو له مهمو امریکایانو څخه دی چې په افغانستان کې نیول شوی دی، خو طالبان د هغه له نیولو انکار کوي او وایي چې دا کس دوی نه دی نیولی. د حبیبي د کورنۍ غړي ټینګار کوي چې طالبانو دا کس القاعده شبکې ته سپارلی دی. کله چې د القاعده مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوه زره دوه ویشتم کال د جولای په یو دیرشمه په کابل کې ووژل شو، تر هغه وروسته محمود شاه حبیبي ونیول شو.
سږکال د مارچ په شلمه هم د زلمي خلیلزاد په شمول یو امریکایی پلاوی کابل ته تللی و، هغه ځل یې د جورج ګلیزمن په نوم یو امریکایی چې د اتلانتا د هوایي چلند انجنیر و د طالبانو له بنده ازاد کړ.
د راپورونو له مخې د سږکال د جنوري له میاشتې راپه دې خوا ګلیزمن دریم امریکایی دی چې د طالبانو له بنده خوشي کیږي.