داسې مهال چې اسراییل د غزې ښار اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو خبره کړې، د غزې روغتیايي چارواکي وايي پر دې ګڼ مېشتي ښار د اسراییلو د پوځ د الوتکو په نننیو بمباریو کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د غزې الشفا روغتون چې مړي او ټپیان وروړل شوي دي خبر ورکړی چې په وژل شویو کې ۱۲تنه ماشومان هم شامل دي.
فلسطیني چارواکي وايي چې په مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې مخکې ویلي و، چې اسراییلي پوځ پرون جمعه په دې سیمه کې پنځوس کسان د عملیاتو په ترڅ کې ووژل.
اسراییلو په تېرو څو ورځو کې د غزې په ښار کې عملیاتو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې یې لوړ پوړیزې ودانۍ په دې تور ویجاړې کړې دي چې ګنې حماس ډلې په هغو کې کشفي وسایل ځای پرځای کړي وو.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس د غزې د روغتيايي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې په شېخ رضوان ناحیه کې پر یوه کور د تېرې شپې او نن سهار په هوايي حملو کې د یوې کورنۍ لس غړي چې یوه مور او درې ماشومان یې هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
داسراییلو پوځ تراوسه د دې عملیاتو په اړه پوښتنې نه دي ځواب کړي.
اسراییلو د غزې ښار دا لوړپوړیزه ودانۍ په دې تور ویجاړه کړه چې ګنې حماس کشفي وسایل پکې ایښي وو.
په داسې حال کې چې اسراییلو پر دې ښار حملو ته زور ورکړی، د مرستندویو ټولنو کارکوونکي وايي د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې له غزې ښاره وځي. خو ویل کېږي لا هم ډېرې کورنۍ هلته بندې پاتې دي ځکه خلک د ترانسپورتي وسایلو او په نویو کورونو کې د استوګنې لپاره مالي امکانات نه لري.
اسراییل وايي له دوه نیم لکو ډېر کسان د خوندیتوب په خاطر د غزې له ښاره وتلي دي.
د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې ځینې نورې کورنۍ ځکه له سیمې نه وځي چې په وار وار له خپلو کورونو بېځایه شوي او نور نه غواړي چې خپلې مېنې پرېږدي. دوی وايي په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی.
بل خوا د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو څو اونیو کې له دوه نیم لکو ډېر خلک د غزې له ښاره وتلي او د دې تړانګې په نورو برخو کې ځای پرځای شوي دي.
د اسراییل د پوځ عربي ژبي ویاند ډګروال اوي خای ادرعي Avichay Adraee نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پوځ د اټکل له مخې د غزې د مرکز د یو میلیون اوسېدونکو څلورمې برخې د خپل ځان د خونديتوب لپاره دا ښار پریښی دی.
ملګروملتونو بیا ویلي دي چې د تېرې اګست میاشتې له نیمايي څخه د سپټمبر تر نیمايي پورې له سل زرو ډېر خلک د غزې له ښاره بېځایه شوي دي.