د مرګونې زلزلې په زیانمنو کې زرګونه تازه راستانه شوي کډوال هم شته

د کونړ د مرګونې زلزلې د زیانونو یو انځور

په کونړ ولایت کې د مرګوني زلزلې په سلګونه زره زیانمنو کسانو کې، هغه کډوال هم شامل دي چې له پاکستانه راستانه شوي دي.  دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ژوند یې له صفر پیل کړی و، خو زلزلې یو ځل بې سرپناه کړل. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم په خپل تازه راپور کې ویلي چې دې زلزلې له پاکستان د وروستیو ډیریو ستنو شویو پر ژوند جدي اغېز کړی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي.

د افغانستان په ختیځ کې د اګست د ۳۱ نېټې زلزلزې په دغه هیواد کې د پخوانيو استوګنو کسانو تر څنګ له پاکستان یو شمیر تازه ستانه شوي هم اغیزمن کړي.

یو شمیر دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې بې‌کوره شوي او هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او زلزله‌ځپلی رحمت جان وایي، شاوخوا لس ورځې مخکې له دې چې زلزله وشي، په پاکستان کې له کلونو ژوند وروسته تش لاس خپل هیواد ته راستون شوی و:

«زموږ کورونه چې دلته وو ډېر زاړه وو، بدبختانه په زلزله کې ړنګ شول، سرپناه نه لرو، حالت داسې دی چې ژوند مو له صفره پیل کړی و خو اوس هغه هم پای ته ورسېد، ځکه هغه سرپناه مو چې درلوده هغه هم له منځه ولاړه. مالي ستونزې هم شته، زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.»

موقتي کمپ کې استوګن زلزله ځپلي کسان

عبدالغني، بل زلزله‌ځپلی چې نږدې درې میاشتې مخکې له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستون شوی او دا هم د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې دیره و، ازادۍ راډیو ته یې وویل:

«ټولې ښځې او ماشومان مو تر ترپال لاندې دي، زموږ ټول کور ویجاړ شوی، دیوالونه راپرېوتي دي، موږ شپه او ورځ بهر تېر وو، کله باران کېږي، کله سخت باد وي، ډېرې سختې ورځې تېروو، نه خیمه لرو او نه کوم بل څه، یوازې یو ترپال دی هغه هم کله کله شلېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو، این، ایچ، سی ار) هم د سپتمبر پر ۱۲مه په خپل تازه راپور کې ویلي چې دې زلزلې له پاکستان د وروستیو ډیریو ستنو شویو پر ژوند جدي اغېز کړی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي.

دغه شان د کډوالو نړیوالې سازمان (ای، او ایم) هم ویلي چې دې زلزله په څلورو ختیځو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ زیانمنې کړې دي، هلته چې د نورو خلکو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شويو له ۳۷۶ زرو ډېرو کسانو، له دې مخکې هم په ډېر زیان‌ګالي حالت کې ژوند کاوه.

د اګست د ۳۱مې د شپې ناوخته د ریښتر په کچه ۶ درجې سختې زلزلې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او نورستان، ډېر په کونړ کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت ویلي، چې دې زلزلې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه، نږدې ۴ زره تنه ټپیان او شاوخوا ۷ زره کورونه وران کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د ختیځ د زلزلې د زیانمنو شویو شمېر شاوخوا ۴۷۴ زره تنه ښودلی دی.