د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان ویلي د بیلاروس، روسیې او اوکراین د پولو په اوږدو کې د خپل ختیځ اړخ دفاع د نویو تجهیزاتو سره پیاوړې کوي.
دغه سازمان وروسته له هغه د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کړ چې د پولنډ په خاورې باندې د روسیې ډرون بریدونه وشول.
په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قوماندان جنرال الیکسیس ګرینکوویچ د جمعې په ورځ وویل چې نوي عملیات، "ختیځ ساتونکي" نومیږي. د هغه په خبره د فرانسې، ډنمارک، جرمني او بریتانیا څخه به تجهیزات د دوی موجوده هوایی او ځمکني دفاع ته اضافه شي.
د فرانسې رافایل جنګي جیټ الوتکې، د ډنمارک F-16s، یوه جنګي بېړۍ او ځمکني دفاعي سیسټمونه د عملیاتو لپاره ژمنه شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ څو روسي بې پیلوټه الوتکې د پولنډ خاورې ته ننوتې، چې ناټو یې د هغو د ویشتلو لپاره جنګي الوتکې واستولې.
د روسیې دغه کار هغه اندېښنه لا پسې زیاته کړه چې دا هېواد په اوکرایین کې له دریو کلونو په جګړو ښکېل دی او د اوکرایین ګاونډيو ته د پراخېدو په فکر کې ده.