طالب چارواکو په بلخ ولایت کې د دولتي ټلویزیون فعالیت درولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي بلخ یوویشتم ولایت دی چې طالبان پکې د ټلویزیون فعالیتونه بندوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په بلخ کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې له امله یې د یاد ولایت د ملي تلویزیون فعالیت درول شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
په بلخ کې د ملي ټلویزیوني ولایتي څانګه اوس په راډیو بدله شوې.
د خبریالانو د مرکز په بیان کې هغې غونډې ته اشاره شوې چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا، سیمه ییز چارواکي له ویډیويي مرکو منع کړي دي.
د طالبانو حکومت په ټلویزیونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې دا بندیز عملي کړی دی.