متحده عربي اماراتو نن د اسراییلو سفیر مرستیال احضار کړ او هغه ته یې په قطر کې د حماس ډلې د مشرانو د وژنې په هدف د اسراییلي پوځ د برید او د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وروستیو څرګندونو په اړه خپل اعتراض وړاندې کړ.
د اماراتو د بهرنیوچارو وزیرې ریم الهاشمي د اسراییلو مرستیال سفیر دیوید اوهاد هورسندي ته وویل چې د دښمنۍ د دې ډول اقداماتو او پاروونکو څرګندونو دوام داسې یو حالت رامنځ ته کولای شي چې د منلو وړ به نه وي.
د اسراییلو او اماراتو اړیکي د دوحې له برید مخکې د فلسطیني قلمرو په لویدیځه غاړه کې د نورو سیمو د نیولو لپاره د اسراییلو د پلانونو پرسر هم ترینګلي وو.
متحده عربي امارات د هغو مخکښو عربي هېوادونو له ډلې دی چې د ابراهیمي تړون د موافقې په اساس یې له اسراییلو سره یې خپل اړیکي عادي کړي دي.