Summary
- پر قطر د اسراییل له برید دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید وغنده.
- د قطر صدر اعظم هم ویلي چې اسراییل په دې برید سره ټولې پولې او حدود مات کړي دي.
د قطر صدر اعظم د اسراییلو مشران "افراطیان" وبلل او ویې ویل چې دوی د حماس له خوا یرغمل شوي خلک له پامه غورځوي.
خو هغه ژمنه وکړه چې دوحه به په غزه کې د وینې تویدنې د پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې او بشري هڅې جاري وساتي.
د لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو سفیر، ډیني ډانون، وویل چې قطر باید حماس وغندي او د هغې غړي عدالت ته راولي.
اسراییل د سې شنبې په ورځ په پلازمینه دوحه کې د حماس د مشرتابه په غونډه بمباري وکړه، چې د ډلې شپږ غړي یې ووژل.
د حماس غړي، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په اړه بحث کوي.
قطر، مصر او متحده ایالات د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.
د تېرې شپې ترغونډې مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسراییل برید وغانده.
د تېرې شپې په غونډه کې، له امریکا پرته، د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو اسراییل ملامت کړ او د حماس له منګولو څخه د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې یې د اسراییل د جدي والي په اړه شک څرګند کړ.
په ورته وخت کې، په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډیني ډانون وویل چې د اسراییل جګړه د حماس سره ده، نه د غزې له خلکو یا د قطر له حکومت سره.
هغه ټینګار وکړ چې اسراییل حق لري چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د بریدونو عاملین "هرچیرې چې وي" په نښه کړي.
په ۲۰۲۳ کال کې په اسراییلو برید کې، د حماس جنګیالیو نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
بیا اسراییلو په غزه کې پر حماس بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس چارواکي وايي چې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر کسان یې وژلي دي.
د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني دا مهال په متحده ایالاتو کې دی او تمه کیږي چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمیر نورو امریکایی چارواکو سره وګوري.